د لاسرسي ځای

تازه خبر

په واشنګټن کې د منځنۍ اسیادکالیو ننداره


د واشنګټن رختونو میوزیم کې د منځنۍ اسییا یوه ښکلې چوغه نندارې ته اېښودل شوې
د واشنګټن رختونو میوزیم کې د منځنۍ اسییا یوه ښکلې چوغه نندارې ته اېښودل شوې
د مشال ریډیو مرکزي څانګې رپورټ
ملیحه امیرزاده .

د واشنګټن ډي سي د ټوکرونو میوزیم کې په لومړي ځل د منځني اسیا د ایکات اوبدل شویو رختونو او کالیو د نمونو ننداره د کتونکو لپاره په زړه پورې تجربه ده. دغه ننداره چې دمنځنۍ اسییا دایکات اوبدلي نخلستاني رنګونه نومېږي ، له اکتوبره پېل شوې او د مارچ میاشت پورې به دوام لري. په دې کې د سمرقند، بخاره او د فرغانا وادي د ۱۹مې پیړۍ د چوغو یا چپنو نمونې نندارې ته وړاندې کړل شوې چې امریکایانو ته د فن دغه لرغونې نمونې ور وو پیژني. چې په لویدیځ کې پرې ډیر کم خلک خبر دي.

په دغه نندارچیانو کې یوه میرمنه میري این لوټز د خپلې تجربې په اړه وایی:

دا یو داسې ټوکر دی چې زه پرې هيڅ خبرې نه یم . او دا یوه ډیره حیرانونکې خبره ده چې دا څومره په تفصیل سره جوړه ده او د دې په تیارولو کې څومره مرحلې وي. دا ډیرې ښایسته او ښکلې چوغې دي٬٬

د دې چوغو په تیارۍ کې د رنګ ورکولو یو خاص تېکنیک کارول کیږي. د ایکات د نمونو جوړولو کې ډیرې تقاضې وي چې هم دغه وجه ده په تاریخ کې په ډیرو کمو سیمو کې استعمال شوي دي. د دې ټوکرونو زیاتره جوړونکي د هند، جاپان، منځنۍ اسییا او د منځني ختیځ هیوادونه دي. د ایکاټ لغت چې اوس په نړیواله کچه کارول کېږی خپله له ملایشیا نه راغلی دی .

د رنګ ورکولو دغه تکنیک ته په روایتي توګه ابر بندي ویل کیده چې د فارسي د لفظونواوريځ او کارخانه ګډوله ده .مانا دا چې دغه رنګ شوي ټوکرونه له دومره پېچلو پړاونو تېرېږي چې رنګونه یی لکه د وریځو وي او یواځې په کارخانه کې تیارېدلی شي .
په واشنګټن کې د منځنۍ اسیا د کالیو ننداره کې یو په زړه پورې چپنه
د دغه نندارې د ژغورنې لپاره د میوزیم یو کارکونکې سومرو بیلګر کروډي وایي ،چې د ایکات پر ټوکرونو رنګکاري ددغه نمونو خاصیت دی .”د رنګولو په دې تېکنیک کې په زړه پورې خبره دا ده، چې د اورتو(تارونو) بیلا بیلې برخې را یو ځای شي او د اوبدلو نه مخکې ورله رنګ ورکړل شي. په اورتو کې بېلابېل انځورونه په رنګونه سره اچول کېږي . د دې نه علاوه د رنګولو په نورو تېکنیکونو کې اول ټوکر ه اوبدل کیږي او یا د هغي په مینځ کې او یا د اوبدلو نه وروسته پکې نمونې جوړیږي. ٬٬

په دې کې د ریښمو بیلا بیلې برخې یو ځایی کیږي چې رنګونه یی یو د بل نه جلا وي. او بیا وروسته ترې رختونه جوړیږي. د دې په تیاري کې ډیر وخت لګېږي ځکه چې د ریښمو څه ۱۰ رنګونو پکې استعمالیدلې شي.

په منځني اسیا کې به د ایکات رختونو استعمال د فیشن او هم د طاقت د سمبول په توګه استعمالیدلو. او سیاسی مشرانو به هم د نورو هیوادونو مشرانو له د سوغات په توګه استولو.
که څه هم نن سبا د ایکات نمونې په ازبکستان کې ډیر شهرت لري خو بیا هم د دې فن د لوړې درجې نمونې یوازې په میوزیمونو کې لیدل کیږي. په کمیونیسټ دور کې هم د لږلګښت د سامانانو په استعمال د زور راؤړلو سره پر دې کاروبار اثر پریوتلو. خو اوس هم امید شته چې دغه وضع به یو وارې بیا ښه شي. ځکه چې د ازبکستان غوندې هیوادونو کې بیرته د اصلي رنګونو او د معیاری ریښمو استعمال پېل شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG