د لاسرسي ځای

تازه خبر

تصوف له روحاني زیار سره لا نور پخېږي


استنبول- د مولویه تصوفي سلسلې ځرخنده دروېشان- د ۲۰۰۷ ز کال د مې د میاشت دولسمه
استنبول- د مولویه تصوفي سلسلې ځرخنده دروېشان- د ۲۰۰۷ ز کال د مې د میاشت دولسمه

احمدشاه اعظمي

د تاريخ په اوږدو کي د بېلا بېلو مذاهبو خلګو د خپل نفس د پاکوالي او د روح د تسکين او اطمينان لپاره د وضع کړل شوو مذهبی عباداتو سربيره په غوره توګه د خدای پيژندني او د نفس د پاکوالي لپاره د روحاني لارو چارو څخه کار اخستی او له خلګو څخه به يې ليري په تنهايي کي په ورځو شپو د خپل خالق عبادت کولی چي دغه عمل ته بيا ځينو خلګو د تصوف يا طريقت نوم ورکړی، ځينو عرفان ورته وويلی او ځينو بيا د خپلي پټې ځانګړتيا له کبله د سريت نوم ورکړی.

که څه هم دتصوف د ټکي په اړه بيلا بيل پوهان بيلا بيل نظرونه لري خو په اصطلاحي توګه ټوله پر دې موافق دي چي د تصوف له لاري د نفس تزکيه کيږي او په دې سره انسان خپل خالق او اصل پيژني او هغه ته ځان ور نژدې کوي.

دا چي په اصل کي تصوف څه ته وايي او په لغوي او اصطلاحي توګه څه ماناوي ورکوي؟ په دې پروګرام کي پر همدې موضوع بحث شوی دی.

دشعر او تصوف اونیز پروګرام جوړونکی احمدشاه اعظمي دی. //ق.خ

تصوف څه ته وايي؟
XS
SM
MD
LG