د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه ترهګر نه بلکه ترهګرۍ ځپلي دي


د افغانیستان،پاکیستان او ایساف جنډۍ
د افغانیستان،پاکیستان او ایساف جنډۍ

قاسم خان مندوخېل مشال رېډيو

په افغانستان کې د امريکا په مشری د نړیوالو ځواکونو لخوا په ۲۰۰۱م کال د اکتوبر اوومې نېټې یرغل نېغ په نېغه په امریکا کې د ۲۰۰۱م کال د یولسم سپټمبر له بریدونو سر ه تړاو لري.امریکا ادعا کوله چې په نیویارک او پر دفاع وزارت پېنټاګون د الوتکو بریدونه په افغانستان کې د القاعدې شبکې ترسره کړي او د هغه وخت طالب واکمنانو ته یې دړکه ورکړه ،چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن ورته وسپاري که نه نو بریدونو ته دې تیار اوسي.

امریکایی سمندري ځواکونو په هلمند کې له وسلوالو طالبانو سره د جګړې پرمهال




طالب واکمنو دا غوښتنه ونه منله او دا وو چې د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر اومه نېټه پر افغانستان د نړیوالو اېتلافي ځواکونو یرغل پېل شو او د افغانستان له ډېری برخو یې د طالبانو ټغر ټول کړی خو پوښتنه دا ده چې امريکا د نړیوالو په مرسته د کومې موخې لپاره هلته ولاړه نو هغه یې ترلاسه کړه که څنګه، د مشال همکار ایازخان چې نړیوالې سیاسي چارې څاري وایی ، په افغانیستان کې د امریکا په مشری دنړیوالو ځواکونو یوه له لویو موخودا وه چې د طالبانو واکمني راچپه کړي او په دغه هیواد کې د القاعدې شبکه ووهي چې دده په خبره دا موخه تر ډېره ترلاسه شوېده.

خو اوس په افغانستان کې دا دی د امریکا په مشری د نړیوالو ځواکونو ۹ کاله پوره کېږی لا هم ددغه هیواد په لروبرکې د تاوتریخوالې پېښې روانې دي.د امنیت په برخه کې هغسې پرمختګ ولې ونشو چې د امریکا په مشری نړیوالو ځواکونو او خپله افغانانو یې هیله درلو ده. د افغان ولسی جرګې غړی کبیر رنجبر وایی، په دې برخه کې د افغانستان نړیوالو ملګرو او خپله افغان حکومت ډېرې تېروتنې کړی دی.چې دده په خبره، په لومړي سر کې یوې پیاوړې حکومتداری ته پاملرنه ونه شوه .دی زیاتوي، چې اوس هم په دې برخه کې بنیادي اقداماتو ته اړتیا ده.

د سوات په یوه سکول کې انجونې د زدکړې په حال کې



په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه او د ولسمشر کرزي په مشری افغان دولت ادعا کوي، چې په افغانستان کې ګډودی یوازې د ملک کورنۍ ستونزه نه ده، بلکه د پاکیستان په قبایلی سیمه کې د مشکوکو ترهګرو ډلې او په تېره د سراج الدین حقاني ډله چې په شمالی وزیرستان کې مرکزونه لري په افغانستان کې پر نړیوالو او افغان ځواکونو بریدونه کوي.نو امریکا، افغانستان او پاکیستان چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې ملګري دي، څنګه ددغه مشکوکو ترهګرو د وهلو لپاره همکاري کولای شي ؟ ایازخان وايي ،’’کله چې طالبان له افغانستانه وشړل شو نو هغوی د پاکستان قبایلي سیموته پناه یووړه چې همدا د دواړو هیوادونو ګډه ستونزه ده او دواړه یې باید په ګډه هوار کړي او نور دې د سړې جګړې له تربګنۍ راووځي.٬٬

افغانستان ۹ کاله وړاندې یو پیلی او منظم پوځ نه درلود ملي ادارې نړېدلې وې یو ملی پارلمان نه وو .د افغانیستان د ولسی جرګې پخوانی غړی کبیر رنجبر وایی، سره له ډېرو نیمګړتیاو د امریکا په مشری نړیوالو ځواکونو د ملي ادارو په جوړولو کې لوی رول ترسره کړی دی.اوس دنړیوالو په مرسته افغانستان یو پیاوړي پوځ او پولیس لري.د تعلیم او روغتیا په ډګر کې لاسته راوړنې شوې دي.دغه هیواد د یوه قرون وسطی دورې له یوه رژیم څخه راوتی دی.


د پاکیستان پوځ سر لښکر پروېز کیانی په لومړی ځل دا منلې وه چې افغانستان د دوی ستراتژیکي ژورتیا ده چې د دوی په خبره ،هلته د هند لاسوهنه نشی زغملای خو په داسې حالاتو کې امریکا په افغانستان کې د هند او پاکیستان انډول څنګه ساتلی شي؟ چې دا هیواد یو تل پاتې امن ته وګرځي. ایازخان وايي،’’ پاکستان او هند باید نور په افغانستان کې له خپلې دودیزه سیالۍ څخه را ووځي او هلته دې دواړه هیوادونه اقتصادي سیالي پيل کړي چې له منځنۍ اسیا څخه د افغانیستان او پاکیستان له لارې هند ته د سوداګرۍ ورونه پرانیزي٬٬

نهه کاله وړاندې چې تندلارو او اورپکو ډلو کوم ملاتړ درلود اوس یې هغسې نه لري بلکه هغوی یې له ولسه جلا کړي دي. پروفیسر خادم حسین


په افغاسنتان د ۲۰۰۱م کال د اومې نېټې برید نه یوازې خپله په دغه هیواد کې د بدلون یوه لویه پیلامه وګرځيدېله بلکه په ګاونډی هیواد پاکیستان او پتېره د پاکیستان په پښتونخوا او قبایلی سیمو کې هم ترهګري ډیره زیاته شوه. ګڼ خلک ووژل په پاکیستان کې د سیاسی چارو کارپوه خادم حسین ددغه اغیزپه اړه وايي ،تندلارو او اسلامي اورپکو ډلو د خپلې ستراتیژۍ له مخې پښتونخوا او له افغانستان سره پر پوله ټولې قبایلي سیمې د خپلو فعالیتونو مرکزونه وګرځول چې دده په خبره هغوی داسې فکر لري چې په دې سره له همدې ځایه دوی په افغانستان کې مېشت د نړیوالو ځواکونو پر وړاندې خپله جګړه په اسانه جاري ساتلای شي.خادم حسین وايی ځکه خو دوی په پښتونخوا کې د ادارو نړول شروع کړل ، په قبایلي سیمو او سوات کې یې تعلیمي ادارې تباوبرباد کړې.سیاسي کارکنان یې په نښه کړل ،د قبایلي مشرانو پر وژنه یې لاس پورې کړ،اقتصاد یې خراب کړاودغه شان د پښتنو خاوره یې د جنګ جګړې په میدان بدله کړه. خو په دې اخ وډب او ناورین کې یوه خبره نړۍ ته په ډاګه شوه چې پښتانه ترهګر نه بلکه د ترهګرۍ ښکار شوي دي.

په کوهاټ کې ځایی خلک په یوه خانمرګي بمي برید کې د ویجاړ شوي ميني بس خوا ته ولاړ دي



په پښتوخوا صوبه او قبایلی سیمو کې د مخورو و سیاسي قبایلی او روشنفکرانو کسانو بې درېغه وژنه روانه ده نو دترهګری په دې هړدوړ کې ددغه کسانو دوژنې د مخنیوي په لړ کې هم کومې هڅې روانې دی که څنګه؟ خادم حسین وايي، که څه هم داسې څرګنده او روڼه تګلاره نشته چې د سیاسي او قبایلي مشرانو د وژنې مخه ونیول شي .دی وايي ددغه بریدونو له وجې سیاسي کارکونکي او مشران له خلکو پرې شول او له ولس سره یې راشه درشه کمزورې شوه خو دی وایی ددې سیاسي ګوندونو یو کار کړی دی چې ترهګرې ډلې یې ولس ته ورپه ګوته کړې.دده په خبره نهه کاله وړاندې چې دغه تندلارو او اورپکو ډلو کوم ملاتړ درلود اوس هغسې نه دی بلکه دوی یې له ولسه جلا کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG