د لاسرسي ځای

تازه خبر

احمدرشید:د افغانیستان امن د جوړجاړي له لارې راتلای شي.


پاکستانی خبریال احمد رشید
پاکستانی خبریال احمد رشید
خبریال احمد رشید ليکي ،چې په افغانستان کې تل پاتې سوله اله راتلای شي چې دده په خبره امریکا له طالبانو سره خبرو اترو ته غاړه کېږدي او طالبان له القاعدې څخه خپله لاره جلا کړي.احمد رشید په خپله لیکنه کې کاږي، چې امریکا او ناټو ته پکار ده چې پر یوه داسې ګډه اجنډه کار وکړي چې په سیمه کې ترینګلتیا او تاوتریخوالی کرار شي او د طالبانو او کابل حکومت ترمنځ باور او ډاډ رامنځ ته شي.

دده په خبره، په دغه نوې تګلاره کې د پاکیستان ایران او هند او ددې تر څنګ د طالبانو او لویدیځ ترمنځ خپلمنځي باور لپاره دې ګامونه پورته کړل شي.
احمد رشید ليکي ، افغان ولسمشر حامید کرزي له طالبانو سره د خبرواترو لپاره دسولې عالي شورا په نامه ګڼ توکمیزه ۶۸ کسیزه جرګګۍ جوړه کړې. خو ده ته پکار ده چې پر دې خبره د هیواد په لروبر کې نور جوړ جاړی هم رامنخ ته کړي.
احمد رشید په خپله دغه لیکنه کې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره ځیني وړاندیزونه کړي.
لومړی:
ناټو افغان حکومت او پاکیستان دې ډېری بندي طالبان خوشي کړي، د دوی امنیت دې خوندي کړي او یا هم په یو بل دریم هیواد کې نانواتي يا پناه اخیستو ته دې پرې ښودل شي.ناټو دې مرکچي طالبان پرېږدي چې په خلاسه پښه تګ راتګ وکولای شي او په یو دریم دوست هیواد کې ځان ته دفتر پرانیزي.
دویم :
په دغه خبرواترو کې دې د ملګروملتونو او اروپایی ټولنې د هیوادونو له لارې ایران هم ورګډ کړل شي چې په خپل ملک کې د افغان طالبانو پټ مرکزونه له مینځه یوسي.هغوی دې پرېږدي چې خپل ملک ته وګرزي او یا هم په دریم ملک کې پنا واخلي.خو په دغه خبرو کې دې د القاعدې او د هغوی ملګرو ته هیڅ بښنه نه ورکول کېږي.
دریم :
طالبان دې له خپلې خوا له القاعدې سره خپله لاره په ډاګه جلا کړي او د افغان ادارې ،خیریه کارکونکو هدفي وژنه دې بنده کړي او ځانمرګي بمي بریدونه دې پای ته ورسوي .د ښوونځيو او حکومتي ودانیو سوزول دې ودروي.
څلرم :
د ملګروملتونو امنیتي شورا دې په یوه نوي پرېکړه لیک کې پر افغان حکومت او طالبانو د جګړې ختمولو او د سولې خبرو اترو پیلولو غږ وکړي او ملګري ملتونه دې په افغانستان کې خپل ځانګړي استازي ته دا واک ورکړي چې د افغانستان له ګاونډیو هیوادنو سره خبرې پیل کړی چې په دغه هیواد کې خپله تربګني پای ته ورسوي او له هغه طالب مشرانو سره د خبرو اترو لپاره لاره هواره کړي چې له القاعدې خپل ځان راپرې کړي او دغه طالبان دې د ترهګرۍ له مشکوکه تور لیست څخه واېستل شي.

پنځم :
د هند استخباراتي ادارې دې په افغانستان کې پټې خبرې وکړی او هلته دې خپله موجودګي په ډاګه کړي او خپله سیالي دې په دغه هیواد کې ختمه کړي.په افغانستان کې دې په دولت جوړونه سوداګری او بیا رغونه کې خپله سیالي وکړي.اوژمنه دې وکړي چې د یوه بل کمزوري کولو لپاره دې افغان خاوره نه کاروي او په دغه ملک کې دې له خپل پوځي شتوالي څخه لاس واخلي

شپږم :
افغان حکومت دې ژمنه وکړي چې په خپله خاوره کې مېشت بلوڅ بېلتونپالي مشران د یوه سیاسي جوړجاړي له مخې چې یو ځل ترسره شی په خوندي توګه بلوچیستان ته ستانه کړي خو له پاکیستاني پوځ، نړیوالې ټولنې لکه سره صلیب څخه دې د هغوی د خوندیتوب او حفاظت ضمانت واخیستل شي او پاکیستان دې ټولو بلوڅ بیلتون پالو ته عمومي عفه او بښنه اعلان کړي.د پاکیستان پوځ او ای اېس ای دې ټول نیول شوي بلوڅ بیلتونپالي خوشي کړي چې پکې په سلګونه تری تم او ورک دي.

اوم :
پاکیستان دې له شپږو نه تر دولس میاشتو پورې د هغه ټول افغان طالب مشرانو او د هغوی کورنیو لپاره چې غواړي خپل وطن ته ستنې شي یا هم په پاکیستان او بل دریم ملک کې اوسېدل غواړي، د وروستۍ نېټې یو مهال وېش وټاکي .ملګري ملتونه دې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.او له دې سره جوخت دې پاکیستان په شمالي وزیرستان کې د القاعدې او هغه افغان او پاکیستاني طالبانو پر وړاندې پوځي یرغل پېل کړي چې د سولې بهیر ګډوډول غواړي.

اتم :
افغان حکومت دې په خپل هیواد کې دننه له طالبانو سره تر رسمي تر خبرو اترو له مخه د ټولو توکمونو ،مدني ټولنو او قبایلو ترمنځ یو پراخ ملي جوړجاړی رامنځ ته کړي.خبرې اترې دې د امریکا او طالبانو ترمنځ هم پیل شي.او امريکا دې پر دې خبره هم سلا شي چې په ډرون بریدونو او نورو وسایلو د طالب مشرانو په وژنه کې کموالی راوړي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG