د لاسرسي ځای

تازه خبر

قازقستان: ټولپوښتنه یا ولسمشریزې ټاکنې؟


قازقستان- ولسمشر نور سلطان نظر باييف دا مهال د ۷۰ کالونو دی- د ۲۰۱۰ ز کال د سپټمبر ۱۶ مه.
قازقستان- ولسمشر نور سلطان نظر باييف دا مهال د ۷۰ کالونو دی- د ۲۰۱۰ ز کال د سپټمبر ۱۶ مه.

د قازقستان د پارلېمان غړي د دې هېواد ولسمشر نورسلطان نظر باییف د ترکیې له کمال اتا ترک، د هېند له مهاتما ګاندي او د امریکا له جارج واشنګټن سره پرتله کوي. په دې ډول د کازکستان د پارلېمان غړي غواړي نوموړی د نړۍ د لویو کسانو په کتار کې ودروي.

د قازقستان د پارلېمان غړو د دې هېواد په ایین کې د بدلون لپاره د ټول پوښتنې یا د ریفرنډم کولو په حق کې رایې ورکړې دي. په کازکستان کې په راتلونکي کال کې ولسمشریزې ټاکنې کېږي.که چېرې ټولپوښتنه وشي نو بیا به نور سلطان نظرباییف تر ۲۰۲۰زیږیز کاله پورې د دې هېواد مشر وي او په دې ډول به یې عمر تر ۸۰ کالونو ورسېږي.

د کازکستان د پارلېمان د دواړو جرګو ګډه غونډه- ۲۰۱۱، د جنورۍ ۱۴ مه.



پر دې سربېره چې نور سلطان نظر باییف له ټولپوښتنې کولو انکار کړی دی خو په کازکستان کې ځېنې خلک په دې باور دي چې دا هر څه د ولسمشر په دوتر کې پلان شوي دي.

د پارلېمان د دواړو جرګو په ګډه غونډه کې غړو، د ولسمشر د تېرې اوونۍ ویټو رد کړ، چې په کې نور سلطان نظر باییف حکم کړی وو چې ټول پوښتنه یا ریفرنډم به نه کېږي.

هلته د دې هېواد د ټاکنو مرکزي کمېسون وايي چې د ټول پوښتنې ملاتړ د هېواد شا و خوا پینځه مېلیونه وګړو کړی دی. د قازقستان د ولسي جرګې چې ورته په دې هېواد کې مجلس ویل کېږي، سپیکر اورال محمدوف د رایو اعلان وکړ، ((درنو همکارانو، نن موږ یو تاریخي قانون خپل کړی دی. دا قانون د ټول پوښتنې کولو دی چې تر مخې به یې د ولسمشر د دندې موده وغزول شي. دا قانون به د ټول پوښتنې یا ریفرنډم کولو بنسټ وي، او د دې قانون له لارې به موږ له پینځو مېلیونو څخه د زیاتو خلکو د غوښتنې ملاتړ هم وکولای شو.))

هلته بیا د قازقستان د مخلف ګوند الګا یو غړی ولادمیر کوزولوف وايي په هېواد کې باید بدلون راوستل شي، (( زه نه پوهېږم چې ولسمشر نظرباییف به څه کوي، خو زه پر دې پوه یم چې باید هغه څه وکړي. هغه باید ټول پارلېمان ړنګ کړي، او د دې غړو ته د خلکو د استازو په ځای چاپلوسه او غوړ مالان ووايي او د نویو پارلېماني ټاکنو اعلان وکړي.))

نظرباییف له ۱۹۹۱ زیږیز کال راهیسې د قازقستان ولسمشر دی او دا هغه وخت وو چې شوروي اتحاد مات شو. نوموړی درې ځلې او په ۱۹۹۵ کې د ټول پوښتنې له لارې هم د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی. نور سلطان نظر باییف دا مهال د اویا کالونو دی او دا لا نه ده جوته چې دا ځل به ټولپوښتنه یا ریفرنډم وشي او که نه؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG