د لاسرسي ځای

تازه خبر

مارکوس پوتزل: افغانستان د کړکېچ نوي پړاو ته داخلېږي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مرستیال مشر مارکوس پوتزل - انځور ارشیف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) مرستیال د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې سمدستي دې د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار بندیزونه لیرې کړي.

یوناما د جنورۍ پر اوومه پر ټوېټر پاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې پوتزل د شنبې (خالي) پر ورځ د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم سره په کتنه کې وویل چې افغانستان د کړکېچ یوه نوي پړاو ته داخلېږي.

د ده په وینا، د ښځو پر زده کړو او کار بندیز ټول افغانان زیانمنوي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې لومړی په افغانستان کې د نجونو پر لوړو زده کړو او بیا یې په ناحکومتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

مارکوس پوتزل لومړی نړيوال چارواکی دی چې د تازه محدودیتونو تر اعلان وروسته یې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو له وزیر سره ولیدل.

د طالبانو دې اقداماتو د هېواد دننه او بهر سخت غبرګونونه وپارول او یوشمېر موسسو په افغانستان کې خپل فعالیتونه هم وځنډول.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شوي او تر اوسه یې د نړۍ هېڅ هېواد حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG