د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې برید کې د ولسي مشر په ګډون ۳ کسان وژل شوي


د رېسکیو ۱۱۲۲ اېمبولینس د برېد ښکار شوي روغتون ته لېږدوي - د جون ۱۵مې انځور.
د رېسکیو ۱۱۲۲ اېمبولینس د برېد ښکار شوي روغتون ته لېږدوي - د جون ۱۵مې انځور.

په کورمه کې په یوه وسله وال برید کې د یوه ولسي مشر په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) یوه چارواکي اشتیاق حسین د جون پر ۱۶مه سهار وختي مشال راډیو ته وویل، د چارشنبې (شورو) پر ماسپښین د حق درې ملک مومن خان منګل په خپل ګاډي کې له پاړه چیناره سدې ته روان وو چې په کوټکي سیمه کې ورباندې وسله والو ډزې وکړې چې پکې نوموړی او د هغه دوه ملګري ووژل شول او بل ملګری یې ژوبل شو.

ملک مومن خان منګل شاوخوا ۵۰ کلن وو چې په بلدیاتي انتخاباتو کې د کونسلر په څوکۍ منتخب شوی وو. نوموړی د سولې ملي شورا (نیشنل پیس کونسل) په نوم د یوه سازمان ځايي مشر هم وو.

د سیمې اوسېدونکي وايي، هغه یو داسې قبایلي مشر وو چې د سیاست له لارې یې د امنیت ټینګښت او پرمختګ هڅې کولې.

د بوشارو یو ولسي مشر قیوم منګل مشال راډیو ته وویل، ملک مومن خان منګل له "هېچا سره ذاتي دښمني نه لرله" نو نه پوهېږي چې چا وواژه.

ملک مومن خان منګل په بلدیاتي انتخاباتو کې د کونسلر څوکۍ ګټلې وه - پخوانی انځور.
ملک مومن خان منګل په بلدیاتي انتخاباتو کې د کونسلر څوکۍ ګټلې وه - پخوانی انځور.

منګل دړکه وکړه چې که حکومت د "پېښې محرکات په ډاګه" نه کړل نو د هغه په وژنه کې یې ککړ کسان و نه نیول، نو په احتجاج به لاس پورې کړي.

موږ په دې اړه د پولیسو له ځايي مشر محمدي خان سره رابطه وکړه خو په خبرو ورسره و نه توانېدو. همداراز، د ضلعي انتظامیې له چارواکو سره هم په رابطه بریالي نه شو خو یوه امنیتي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې دي او هڅه کوي چې پکې ککړ کسان ژر د قانون منګولو ته وسپاري.

هلته د اهل تشیع انجمن حسینیه په کوټکي کې پر منګل حمله غندلې ده او پر خپله فېسبوک پاڼه یې لیکلي چې دا کار په سیمه کې د "قایم امن خرابولو" لپاره شوی دی.

د دې ترڅنګ د منګلو د کمېټۍ مشر ملک منور خان منګل هم هغه برید د سیمې امنیت خرابولو یو سازش بللی دی او پر ځايي خلکو یې غږ کړی دی چې ورانکاري دې د دې مقصد تر لاسه کولو ته نه پرېږدي.

تر اوسه معلومه نه ده چې پر ملک مومن خان منګل برید چا کړی دی او چا یې ذمه واري هم نه ده منلې.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG