د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې مشرانو، د یو والي او امنیت لپاره جرګه وکړه


په کورمه کې د ځايي مشرانو او حکومتي چارواکو ترمنځ په جرګه
په کورمه کې د ځايي مشرانو او حکومتي چارواکو ترمنځ په جرګه

په کورمه کې د ځايي مشرانو او حکومتي چارواکو ترمنځ په جرګه کې د سیمې د امنیت، سولې، او د خلکو ترمنځ په یو والي خبرې وشوې.

دا جرګه چې د جولای پر ۱۶مه، په صده کې جوړه شوې وه، ورکې ګڼو قومي مشرانو، د سیمې سپین روبو او یو شمېر حکومتي چارواکو ګډون وکړ.

یو مشر ملک سلیم خان مشال راډیو ته وویل، جرګې د هغو ټولو کړنو غندنه وکړه چې د سیمې د خلکو ترمنځ بې اتفاقي ترې مخې ته راځي او همدا رنګه د قامونو او فرقو ترمنځ د یو والي غوښتنه یې وکړه.

بلخوا د کورمې انتظامي مشر ډاکټر افاق وزیر د جولای پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، قامي مشران د سیمې د امنیت، پرمختګ، بیا رغونې، یو والي او د سولې په چارو کې له حکومت سره ډېره زیاته مرسته کولی شي.

نوموړي له دغو مشرانو مننه وکړه او هیله یې ښکاره کړه چې په راتلونکي وخت کې به هم هغوی له حکومت سره اوږه په اوږه ولاړ وي.

د جولای پر ۱۶مه په صده کې دا جرګه پر داسې مهال شوې ده چې په کورمه کې په دې وروستیو کې هدفي بریدونه، د وسله والو فعالیتونه او د وسلې په زور د خلکو د تښتولو پېښې زیاتې شوې دي.

د سیمې اولس په دې وضعیت اندېښمن دی خو حکومتي چارواکي وايي، حالات په کنټرول کې دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG