د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې د قبايلي مشر تر وژنې وروسته د خلکو احتجاج


د کورمې نقشه
د کورمې نقشه

چارواکي وايي چې په کورمه کې وسله والو یو قبايلي مشر ملک حاجي رحيم وژلی دی.

د کورمې پولیسو مشر طاهر اقبال د اپرېل پر پنځمه نېټه مشال ریډیو ته وويل چې نن (دوشنبه) سهار شاخوا ۱۱ بجی د کوټکي ملک حاجي رحیم په غواګۍ ګاډي کې له مرغانو سیمې سدې ته روان وو چې ورباندی له سبرو سلي پوستې سره نېږدې وسله والو برید وکړ.

د وژلي قبایلی مشر د کورنۍ غړي مفتي سید مرجان مشال راډيو ته وويل چې تر اوسه ورته معلومه نه ده چې ملک حاجي رحیم ولې وژل شوی دی.

دی البته وايي، ګومان يې دی چې هغه ځیني قومي مسلو او د تیندو شاملاتي ځمکو د شخړې د هوارولو هڅې یې کولې نو ښايي یې له دې وجې په نښه شوی وي.

مرجان زياته کړه چې دوی له هېچا سره شخصي دښمني نه لري.

رپورټونه وايي، د قبايلي مشر د وژنې د پېښې پر ضد ځايي خلک او د علیشېرزیو مشران وروتلي او په څلورلاره کې یې احتجاجي پرلت وهلی دی.

دوی د ټل او پاړه چینار مرکزي لار تړلې او غوښتنه کوي چې د رحيم قاتلان دې ژر تر ژره ونیول شي.

په احتجاج کې شامل زاهد شاه مشال راډيو ته وويل چې د غوښتنې تر منل کېدو پورې احتجاج ته دوام ورکوي.

امنیتي او انتظامي چارواکو د سدې د مشرانو په ذریعه له احتجاج کوونکو سره مذاکرات پیل کړي خو د دې رپورټ تر چمتو کولو پورې د پرلت په ختمولو نه ول توانېدلي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG