د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین په چینګدو کې د امریکا قونسلګري وتړله

چینايي امنیتي سرتېري د امریکايي قونسلګرۍ مخې ته تېرېږي
چینايي امنیتي سرتېري د امریکايي قونسلګرۍ مخې ته تېرېږي

د جولای پر ۲۷مه د چین په چینګدو ښار کې د امریکا قونسلګري تر هغې درې ورځې وروسته تړل شوې چې امریکا په هیوسټن کې د چین قونسلګري بنده کړه.

د چین سرکاري ټېلېوېژن وښودل چې د جولای ۲۷مې پر سهار د امریکايي قونسلګرۍ له ودانۍ څخه د هغه هېواد بیرغ (جنډه) ښکته شو او کارکوونکي یې تر ورکړي مهلت مخکې د وتلو لپاره ورغونډ شول.

هلته د امریکا د ټېکسس ایالت په هیوسټن کې چینايي سفارتکاران د واشنګټن په امر د جولای پر ۲۴مه له خپلې قونسلګرۍ وتلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپېو پر بیجنګ تور پورې کړی چې په هیوسټن کې خپله قونسلګري د جاسوسۍ او معلوماتو غلا کولو لپاره استعمالوي.

بلخوا د چین د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په چینګدو کې یې د امریکا قونسلګرۍ تړل یې د واشنګټن "نامناسبو کړنو ته یو قانوني او ضروري ځواب" دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو د جولای پر ۲۳مه، د امریکا پر ملګرو هېوادونو غږ وکړ چې د چین کمونیسټ ګوند د هغو هیلو او ارمانونو پر وړاندې "یو موټی" شي چې ځان په نړۍ کې "تر ټولو لوړ" بولي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي د سوداګرۍ، فکري شتمنیو حقونو، پېنځه جي ټېکنالوژۍ او بشري حقونو په ګډون د یو شمېر موضوعاتو له وجې وار له مخه ترینګلي ول چې روان کال د کورونا وایرس وبا له وجې یې تعلقات نور خراب شول.

په چېنګدو کې د امریکا د قونسلګري پر ووبپاڼه لیکل شوي چې دا قونسلګري پر ۱۹۸۵ز کال پرانیستل شوې او شاوخوا ۲۰۰ کسان پکې کار کوي چې ورڅخه یې ۱۵۰ سیمه ییز کارکوونکي دي.

XS
SM
MD
LG