د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجشېر کې د طالبانو پرضد مقاومت په پیلېدو دی: لاوروف


د پنجشېر ولایت په یوه برخه کې د افغان ځواکونو ګاډي ولاړ دي - انځور له ارشیفه
د پنجشېر ولایت په یوه برخه کې د افغان ځواکونو ګاډي ولاړ دي - انځور له ارشیفه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، په افغانستان کې د طالبانو پرضد د مقاومت جبهه د جوړېدو په حال کې ده.

سېرګې لاوروف د اګست پر ۱۹مه په مسکو کې له خپلې لیبیایۍ سیالې نجلا منقوش سره تر لیدو وروسته خبري غونډې ته وویل، په پنجشېر کې د مرستیال ولسمشر امرالله صالح او احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو پر وړاندې مقاومت په پیلېدو دی.

لاوروف ټینګار وکړ چې مسکو د ټولشموله حکومت جوړېدو لپاره د خبرو ملاتړ کوي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې امرالله صالح د اګست پر ۱۷مه پر ټوېټر په بیان کې ځان د هېواد سرپرست ولسمشر اعلان کړ او زیاته یې کړه چې په دې اړه له سیاسي مشرانو سره په رابطه کې دی.

افغان ولسمشر اشرف غني د اګست پر ۱۵مه هېواد پرېښود او متحده عربي اماراتو ته ولاړ. پر هم هغه ورځ طالبانو کابل ونیو. پنجشېر دره چې د کابل په شمال ختیځ کې ده، یوازینی ځای دی چې لا هم طالبان نه دي ورغلي.

سېرګې لاوروف وايي د ټولشموله حکومت جوړولو لپاره د خبرو ملاتړ کوي - انځور له ارشیفه
سېرګې لاوروف وايي د ټولشموله حکومت جوړولو لپاره د خبرو ملاتړ کوي - انځور له ارشیفه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، په داسې حال کې چې "طالبانو عملاً کابل او د افغانستان د نورو ولایتونو زیاتره ښارونه نیولي، موږ لا هم د ملي خبرو اترو ملاتړ کوو چې د استازندوی حکومت جوړېدل ممکنوي، دا به د افغانستان د خلکو په ملاتړ نتیجه ورکړي."

د هغو تصویرونو له مخې چې پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي، امرالله صالح او احمد مسعود د طالبانو پرضد چریکان راټولوي. مشال راډیو د هغو انځورونو د کره والي تصدیق نه شي کولای.

مسکو ظاهراً د طالبانو لاس ته د کابل لوېدو ته خوشبینه دی او غواړي چې ورسره اړیکې ټینګې کړي.

تر دې وړاندې، روانه اوونۍ په افغانستان کې د روسیې سفیر دېمېتري ژېرنوف په کابل کې له طالبانو سره ولیدل او خپله کتنه یې مثبته او رغنده وبلله.

له بلې خوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اېټالیا وزیراعظم ماریو دراګي د اګست پر ۱۹مه د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

د رویټرز خبري اژانس له رپورټ سره سم، کرېملېن ویلي چې پوتین او دراګي په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي پر اهمیت ټینګار کړی دی.

اېټالیا چې د نړۍ د ۲۰ لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو دوروي مشري په غاړه لري، د افغانستان پر اوسني وضعیت د ځانګړې غونډې پر دایرېدو غور کوي.

په عین حال کې ټاکل شوې ده چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د اګست پر ۲۰مه د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG