د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه غونډه کوي


ستولنبرګ وايي په غونډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کېږي - انځور له ارشیفه
ستولنبرګ وايي په غونډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کېږي - انځور له ارشیفه

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د اګست پر ۲۰مه د افغانستان پر وضعیت بیړنۍ غونډه کوي.

دا غونډه پر داسې مهال د ویډیو کنفرانس له لارې کېږي چې طالبانو د اګست پر ۱۵مه کابل ښار ونیو.

د ناټو سرمنشي ینز ستولتنبرګ پر خپل ټوېټر لیکلي چې د جمعې په ورځ يې د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې غوښتنه کړې ده چې دا ډول د افغانستان په اړه د ناټو غړي هېوادونه خپل ګډ دریځ بیان کړي.

ناټو د اګست پر ۱۷مه هم د افغانستان په اړه یوه بیړنۍ غونډه لرله چې پکې ستولتنبرګ خپله حیرانتیا څرګنده کړه چې څرنګه طالبانو کابل داسې ژر ونیو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG