د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د ولسمشرۍ ریاست اییني سرپرست یم: امرالله صالح


امرالله صالح یوې غونډې ته د وینا پر مهال - انځور له ارشیفه.
امرالله صالح یوې غونډې ته د وینا پر مهال - انځور له ارشیفه.

امرالله صالح چې د افغان حکومت د ولسمشر لومړی مرستیال وو، ادعا کوي چې د افغانستان د ولسمشرۍ اییني سرپرست دی.

صالح د اګست ۱۷مې پر ماښام په یوه ټویټ کې ویلي چې د افغانستان د اساسي قانون د حکم له مخې د ولسمشر په نه موجودیت کې یې لومړی مرستیال سرپرست ولسمشر دی.

د اساسي قانون په ۶۰ ماده کې ویل شوي چې د ولسمشر په غیاب، استعفا او یا هم د وفات په صورت کې لومړی مرستیال به د سرپرست دنده مخ ته وړي.

هغه په دې ټویټ کې ویلي چې د افغانستان په دننه کې دی او د دغه مقام د اعاده کېدو لپاره د دې هېواد له مشرانو سره سلا او مشورې کوي.

ښاغلي صالح خپل د اوسېدو ځای ونه ښود.

نوموړی دغه ادعا څو ورځې وروسته له هغې کوي چې اشرف غني د یکشنبې په ورځ له هېواده ووت او طالبانو کابل ونیو.

په عین حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په سېشنبه په کابل کې په لومړني خبري کنفرانس کې وویل چې د یوه داسې حکومت د جوړولو لپاره چې ټول په کې ځانونه وویني هڅې روانې دي.

مجاهد وویل، نوی حکومت به د اساسي قانون په اړه پرېکړه کوي.

XS
SM
MD
LG