د لاسرسي ځای

تازه خبر

متحده عربي امارات وايي ولسمشر غني په هغه هېواد کې دی


د اګست له ۱۵مې راهیسې د ولسمشر غني د ځای په اړه کره معلومات نه ول - انځور له ارشیفه
د اګست له ۱۵مې راهیسې د ولسمشر غني د ځای په اړه کره معلومات نه ول - انځور له ارشیفه

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په هغه هېواد کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست له ۱۵مې راهیسې چې نوموړي هېواد پرېښی، په اړه یې معلومات نه ول. غني ته نېږدې سرچینو پر هغې ورځ ويلي ول چې نوموړیتاجکستان ته تللی خو دوشنبې د دې خبر تایید و نه کړ.

د اګست پر ۱۸مه د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې تایید کړه چې غني هلته دی.

بیان زیاتوي، "متحده عربي اماراتو د بشردوستۍ له پلوه ولسمشر اشرف غني او د هغه کورنۍ ته په هېواد کې هرکلی ویلی دی."

د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې نور جزییات نه دي ورکړي.

متحده عربي اماراتو دا خبره تر هغې یوه ورځ وروسته کړې چې د افغان حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ادعا وکړه چې د افغانستان د ولسمشرۍ اییني سرپرست دی.

صالح د اګست ۱۷مې پر ماښام په یوه ټویټ کې ویلي چې د افغانستان د اساسي قانون د حکم له مخې د ولسمشر په نه موجودیت کې یې لومړی مرستیال سرپرست ولسمشر دی.

د اساسي قانون په ۶۰ ماده کې ویل شوي چې د ولسمشر په غیاب، استعفا او یا هم د وفات په صورت کې لومړی مرستیال به د سرپرست دنده مخ ته وړي.

هغه په دې ټویټ کې ویلي چې د افغانستان په دننه کې دی او د دغه مقام د اعاده کېدو لپاره د دې هېواد له مشرانو سره سلا او مشورې کوي. صالح خپل د اوسېدو ځای نه دی ښوولی.

په همدې حال کې طالبانو پر واک د خپل کنټرول پراخولو هڅو ته دوام ورکړی دی.

طالبانو د اګست پر ۱۵مه کابل ونیو او دوه ورځې وروسته په قطر کې د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی له دوحې کندهار ته ولاړ.

طالبانو د اګست پر ۱۷مه وویل چې په هېواد کې سوله او د ټولشموله حکومت جوړول غواړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG