د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې ولې بیا بیا د سیالکوټ غوندې پېښې تکرارېږي؟


د ۲۰۲۱ز کال ډېسېمبر پر درېیمه پارېدلو خلکو د پنجاب په سیالکوټ کې یو سري لنکايي وګړی په وهلو او سوځولو ووژاه.
د ۲۰۲۱ز کال ډېسېمبر پر درېیمه پارېدلو خلکو د پنجاب په سیالکوټ کې یو سري لنکايي وګړی په وهلو او سوځولو ووژاه.

د پنجاب پولیس وايي، په سیالکوټ کې د مذهب د سپکاوي په تور د یو سري لنکايي تن د وژلو په مقدمه کې یې شپږ نور مشکوک کسان نیولي دي.

د ډېسېمبر پر پینځمه د پولیسو پر رسمي ټوېټر پاڼه لیکل شوي چې دا کسان د ویډیوګانو او ټېلېفوني معلوماتو په اساس نیول شوي دي.

د ډیسېمبر پر درېیمه نېټه د پنجاب په سیالکوټ کې يوې پارېدلې ډلې د سريلنکا هېواد یو وګړی تر وژلو وروسته ژوندی سوځولی وو. پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري چې پارېدلي کسان پر سړک د پراته یوه وژل شوي تن مړی په ډنډو او چوکو وهي، اور ورکوي او ګېرچاپېره راټول کسان د "لبیک یا رسول الله" نعرې وهي.

د سري لنکا دا وژل شوی وګړی پریانتا کمارا نومېده چې له ډېرې مودې راهیسې د سیالکوټ په یوه کارخانه کې منېجر وو. پولیسو د هغه د وژنې په مقدمه کې د ۹۰۰ کسانو پرضد رپورټ درج کړی او تر اوسه یې لسګونه کسان نیولي دي.

د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې د تشدد دا ډول پېښې وخت په وخت کېږي. تر دې وړاندې د ۲۰۲۱ز کال د نومبر په ۲۸مه د خیبر پښتونخوا چارسدې ضلعې په مندڼي کلي کې بلوه ګرو تر هغې وروسته یوې تاڼې او د پولیسو شپږو چوکیو ته اور واچاوه چې پولیسو ورته د مذهب په سپکاوي د تورن سړي له سپارلو انکار وکړ. دا راز هم په چارسده کې سږ کال د اکتوبر پر ۲۹مه د یو تن تر وژل کېدو وروسته قهرجنو مظاهره چیانو، په قتل د تورن یوه کس کور ته اور واچاوه او هغه یې پکې ژوندی وسوځاوه. هم په سیالکوټ کې د ۲۰۱۰ز کال د اګست پر ۱۵مه بلوه ګرو د غلا په تور دوه وروڼه په وهلو، وهلو وژلي ول. د ۲۰۱۷ز کال د اپرېل پر ۱۳مه په عبدالولي خان پوهنتون کې پارېدلو زده کوونکیو مذهب ته د سپکاوي په تور د یاد پوهنتون یو زده کوونکی مشال خان وژلی وو خو وروسته حکومتي پلټنو وښودله چې نوموړی بې ګناه وو.

خلک چې د اسلام په نوم له تشدده ډک عمل کوي، دا له دې سپېڅلي دین سره په ټکر کې دي.
ډاکټر قبله ایاز

پوښتنه دا ده چې خلک پرځای د دې چې د تورن کس پرضد په تاڼه کې رپورټ درج کړي، ولې قانون په خپلو لاسو کې اخلي؟

په پېښور پوهنتون کې د ټولنپوهنې (سوشیالوجي) څانګې استاد ډاکټر نور ثناءالدین د ډېسېمبر پر پينځمه مشال رېډیو ته وویل، په کوم هېواد کې چې پر ټولنیزه کچه په ناسم کار او په تشدد کې ککړ کس ته بد نه کتل کېږي نو هلته خلک په اسانه ناسم کار او تشدد ته مایله کېږي. "موږ [د ټولنپوهنې په اصطلاح] کې وايو چې هر انسان تر یو کار مخکې د هغې د ګټې او تاوان اندازه اخلي او بیا اقدام کوي. دغه شان چې یو تن قانون په لاس کې اخلي نو اول په دې فکر کوي چې د دې له وجې زه نیول کېدای شم، د جېل او یا پانسۍ له سزا سره مخامخېدای شم او که نه؟ او دا چې خلک به څه وايي؟ خو له بده مرغه، د پاکستان په ټولنه کې چې کوم خلک قانون په لاس کې واخلي هغه زیاتره ستایل کېږي. د مثال په توګه په پېښور کې یو ځوان د مذهب د سپکاوي په تور نیول شوی تن وویشت خو خلکو دې قاتل ته [په غاړه کې] هارونه (امېلونه) واچول او هغه هم [په خپلو ګوتو] د وکټرۍ (بریا) نشان جوړ که چې ګني ډېر د مړانې کار یې کړی."

د پاکستان په ټولنه کې چې کوم خلک قانون په لاس کې واخلي هغه زیاتره ستایل کېږي.
ډاکټر نور ثناءالدین

ډاکټر نور ثناءالدین زیاته کړه چې ریاست هم د سخت دریځو تنظیمونو پر وړاندې "نرمي ښيي" او دې ته په کتو عام خلک هم دا فکر کوي چې څنګه سخت دریځو تنظیمونو ته قانون په لاس کې د اخیستو سزا نه ورکول کېږي نو داسې دوی هم له سزا بچ کېدلی شي.

د پېښور های کورټ د وکیلانو اتحادیې یا بار اسوسي اېشن مشر ارباب عثمان وايي، په ټولنه کې خلکو ته انصاف نه ورکول کېږي نو خلک د انصاف لپاره د قانون د احترام پرځای د خپل سوچ او خوښې مطابق اقدام کوي. "تشدد ته د خلکو د مایله کېدو ډېر اړخونه دي خو لویه وجه یې دا ده چې که له یو تن سره زیاتی کېږي او پولیس یا قانون نافذوونکې ادارې یې په مخنیوي کې ناکامه شي نو بیا پر قانون د خلکو اعتماد ختم شي. خلک بیا قانون په خپلو لاس کې اخلي او د انصاف ترلاسه کولو لپاره اقدام کوي. دا راز، اکثره خلک له ډېر وخت راهیسې له نا انصافۍ سره مخامخ او له غوصې ډک وي او د اظهار لپاره یې موقع لټوي. نو تاسو ګورئ چې اکثر پر جذباتي موقعې خلک په ډله ییزه توګه اقدام وکړي او د مندڼي یا سیالکوټ په څېر پېښه وشي."

چارسده کې د قرآن سوځولو ګنګوسې: یوه تاڼه او شپږ پولیس چوکۍ سوځول شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:06 0:00

ارباب عثمان زیاتوي، عدالتونه د انصاف ورکولو لویه سرچینه ده خو هغوی هم د پولیسو د رپورټ او تحقیقاتو په رڼا کې فیصلې کوي او که پولیسو خپله ذمه واري په ښه توګه نه وي تر سره کړي نو په عدالتي فیصله کې هم متاثره خلک له انصافه محروم پاتې شي.

په پاکستان کې د بلوه ګرو د تشدد وروستیو پېښو په تناظر کې د اسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز وړاندیز کړی چې حکومت دې په ټولنه کې د تشدد عوامل او د دې د مخنیوي لپاره د اقداماتو په لړ کې د کارپوهانو یو کمېشن جوړ کړي.

نوموړي د ډېسېمبر په پنځمه مشال رېډیو سره خبرو کې وویل که د دې حالاتو مخنیوی ونه شي نو صورتحال به لا پسې خرابېږي. "زه دا محسوسوم چې په قامي توګه یو جذباتي صورتحال پیدا شوی دی. خلک د اسلام په روح د پوهېدلو او پر هغې د عمل کولو پرځای د مذهب په نوم ظاهري اظهار ته ترجیح ورکوي. خلک چې د اسلام په نوم له تشدده ډک عمل کوي، دا له دې سپېڅلي دین سره په ټکر کې دي. نو ځکه زه پر دې ټینګار کوم چې د دې صورتحال د جاج اخیستو لپاره دې قامي کمېشن جوړ شي او د دې مخنیوي لپاره دې کوټلي اقدامات وشي."

د ډاکټر قبله ایاز د وړاندیز په اړه حکومت تر اوسه څه نه دي ویلي. خو د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې د سیالکوټ پېښې په تړاو به نیولي کسان هرومرو مقدمه کېږي. بلخوا د پنجاب پولیسو د ډېسېمبر په پنځمه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې تر اوسه یې د سیالکوټ د پېښې په تړاو ټول ۱۲۴ مشکوک کسان نیولي چې پکې څو تنه "مرکزي ملزمان" هم شامل دي. دا راز د خیبر پښتونخوا پولیسو د چارسدې ضلعې مندڼي تاڼې او چوکیانو د لوټلو او سوځولو په تور ۷۷ مشکوک کسان نیولي دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG