د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د سري لنکايي وګړي‌ پر وژنه د هغه هیواد له ولسمشر سره غږېدلی


عمران خان د ډېسمبر پر څلورمه پر ټویټر لیکلي چې له سري لنکايي‌ ولسمشر ګوتابايا راجاپاکشا سره یې په محتده عرب امراتو کې خبرې کړې دي. (انځور: ارشیف)
عمران خان د ډېسمبر پر څلورمه پر ټویټر لیکلي چې له سري لنکايي‌ ولسمشر ګوتابايا راجاپاکشا سره یې په محتده عرب امراتو کې خبرې کړې دي. (انځور: ارشیف)

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په سیالکوټ کې د سري لنکايي‌ وګړي تر وژل کېدو وروسته د سري لنکا له ولسمشر ګوتابايا راجاپاکشا سره خبرې اترې کړې دي.

عمران خان وايي‌ د پنجاب په سیالکوټ کې د رامنځ ته شوې دې پېښې په اړه یې له سري لنکايي ولسمشر سره د خبرو پر مهال د پاکستاني ولس د غوسې او شرم څرګندونه کړې ده.

عمران خان د ډېسمبر پر څلورمه پر ټویټر لیکلي چې له سري لنکايي‌ ولسمشر ګوتابايا راجاپاکشا سره یې په محتده عرب امراتو کې خبرې کړې دي.

عمران خان زیاته کړې، "ما هغه خبر کړ چې تر ۱۰۰ زیات کسان نیول شوي دي او له هغوی سره به سخته قانوني کاروايي کېږي."

د سري لنکا ولسمشر ګوتابايا راجاپاکشا د ډېسمبر پر څلورمه پر ټویټر لیکلي چې د پاکستان په سیالکوټ کې رامنځ ته شوې پ‍ېښې ډېر اندېښمن کړی دی.

نوموړي لیکلي چې، "د سري لنکا ولس باور لري چې عمران خان او د هغه حکومت به د انصاف ورکړه او په پاکستان کې د پاتې سري لنکايي‌ کارګرانو خونديتوب باوري کوي."

عمران خان تر دې وړاندې د ډېسېمبر پر درېیمه پر ټويټر پانه ليکلي وو چې د پېښې د پلټنو پخپله څارنه کوي او ذمه وارو کسانو ته به له قانون سره سم سخته سزا ورکول کېږي.

دا له هغه وروسته ده چې د ډېسېمبر پر درېیمه د پنجاب په سیالکوټ کې يوې پارېدلې ډلې د سري لنکا یو وګړی لومړی په وهلو ټکولو وواژی او بیا یې د هغه مړی وسوځاوی.

د سیالکوټ پولیسو خبریالانو ته ویلي چې وژل شوی تن پریانتا کمارا د سري لنکا اوسېدونکی و چې د راجکو په نوم د جامو په یوه کمپنۍ کې یې کار کاوه.

د سیالکوټ د پولیسو ویاند خرم شهزاد ملک د ډېسېمبر پر درېیمه نېټه مشال راډیو ته وویل چې د پولیسو په مدعیت کې د ذمه وارو کسانو پر ضد مقدمه درج شوې ده.

ده زیاته کړه چې په پېښه کې ککړ نژدې ۱۰۰ کسان یې نیولي چې پکې مرکزي ملزم فرحان ادریس هم شامل دی.

ده وویل، "موږ د څارنې د کیمرو له لارې د دغو کسانو پېژندګلوي وکړه، موږ له ۱۰۰ زیات کسان نیولي چې اوس ترې پلټنې کوو او دا به معلوموو چې په دې قضیه کې د چا څه کردار و؟ چا د دغه کس د وژلو او چا یې د ژغورلو هڅه کوله."

خو د پولیسو له خوا په نامه د یاد شویو مبینه مرکزي ملزم فرحان ادریس له خوا د دې تور په اړه څه دریځ مخې ته نه دی راغلی.

د پنجاب حکومت وياند حسان خاور د ډېسېمبر پر درېیمه په لاهور کې خبري غونډي ته وويل چې د پېښې په ځای کې موجودو کيمرو څخه د ملزمانو د شناخت اود ګرفتارۍ لړۍ روانه ده.

دا هر څه له هغه وروسته دي چې د پولیسو په خبره د کمپنۍ کارکوونکو د مذهب د سپکاوي په تور ووژای خو په دې اړه تر اوسه هیڅ ثبوت یې هیچا ته نه دی وړاندې شوی چې هغه رښتیا هم مذهب ته سپکاوی کړی وو.

XS
SM
MD
LG