د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارسده کې د قرآن سوځولو ګنګوسې: یوه تاڼه او شپږ پولیس چوکۍ سوځول شوې


قهرېدلو بلوه ګرو د مندڼي تاڼه او په ودانۍ کې ولاړ ګاډي او نور د ملزمانو ټول ریکارډ وسوځولو. ۲۰۲۱، ۲۹م نومبر
قهرېدلو بلوه ګرو د مندڼي تاڼه او په ودانۍ کې ولاړ ګاډي او نور د ملزمانو ټول ریکارډ وسوځولو. ۲۰۲۱، ۲۹م نومبر

د چارسدې ضلعې د تنګي سیمې د مدڼۍ تاڼې په حدودو کې د اتوار په ورځ ناوخته قهرېدلو مظاهره چیانو د هغه ګنګوسو پر مهال د پوليسو یوه تاڼه او شپږ چوکۍ وسوځولې چې په تاڼه کې د پولیس په حراست کې ګرفتار کس په مبینه توګه قرآن شریف سوځولی دی.

قهرېدلو بلوه ګرو د تاوتریخوالي پر مهال د ګرفتار کس د ورسپارلو غوښتنه کوله خو پولیس نه منله.

د چارسدې د پولیسو ویاند سفي جان مشال ریډیو ته وویل چې مظاهره چیانو بېګا شپه د مندڼي پولیس تاڼه او ورسره شپږ نورې پولیس چوکۍ سوځولې او ړنګې کړې دي چې پکې موجود د مقدمو ګاډي او له وسلو علاوه ټول سندونه او کاغذي ریکارډونه یې هم سوځولي دي. نوموړی وايي چې بلوه ګرو د پولیسو وسله او نور سامان هم وړی دی. دی زیاتوي چې پولیسو د ځان خوندي ساتلو لپاره تاڼې او چوکۍ پرېښودې وې.

د سفي جان په وینا د قرآن سوځولو په تور نیول شوی تن په ظاهره دماغي ناروغه یا په نشه روږدی ښکاري خو په دې اړه څه ویل به تر وخت وړاندې وي. دی وايي تاڼې ته د زیان رسولو او هلته د غلا په تور شل کسان ګرفتار شوي دي.

قهرېدلو بلوه ګرو د مندڼي تاڼه او په ودانۍ کې ولاړ ګاډي او نور د ملزمانو ټول ریکارډ وسوځولو. ۲۰۲۱، ۲۹م نومبر
قهرېدلو بلوه ګرو د مندڼي تاڼه او په ودانۍ کې ولاړ ګاډي او نور د ملزمانو ټول ریکارډ وسوځولو. ۲۰۲۱، ۲۹م نومبر

د بلوه ګرو قابو کولو لپاره ضلعي انتظامیې او پولیسو له نوښار او مردانه د پولیس نفري ورغوښتې وه.

د مندڼي اوسېدونکی جاوید مندڼی چې دغه هر څه یې پخپلو سترګو لیدلي ول وايي، هېچا ته هم لا په مبینه توګه د سوځول شوي قرآن په اړه هېڅ ثبوت نه دی ترلاسه شوی.

د پولیسو په وینا دوی د نومبر پر ۲۸مه نېټه د ځايي خلکو په شکایت یو تن د قرآن سوځولو په تور ونیولی خو تر دې دمه ورته داسې ثبوت په لاس نه دی ورغلی چې جرم پر ثابت شي. نوموړی زیاتوي چې په دې اړه پلټني روانې دي.

قهرېدلو بلوه ګرو د مندڼي تاڼې په چاردیواري کې ولاړ ګاډي هم وسوځول. ۲۰۲۱، ۲۹م نومبر
قهرېدلو بلوه ګرو د مندڼي تاڼې په چاردیواري کې ولاړ ګاډي هم وسوځول. ۲۰۲۱، ۲۹م نومبر

د یادونې ده چې نېږدې یوه میاشت وړاندې په ۲۹م اکتوبر هم په چارسده کې بلوه ګرو د یوه ماشوم په وژنه کې تورن کس هم د هغه په کور کې ژوندی سوځولی وو.

XS
SM
MD
LG