د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیالکوټ کې پارېدلو کسانو د مذهب سپکاوي په تور د سري لنکا یو وګړی تر وژلو وروسته سوځولی


پولیس وايي، پېښه د پنجاب په سیالکوټ ښار کې شوې.
پولیس وايي، پېښه د پنجاب په سیالکوټ ښار کې شوې.

نن د ډیسېمبر پر درېیمه نېټه د پنجاب په سیالکوټ کې يوې پارېدلې ډلې د سريلنکا هېواد یو وګړی تر وژلو وروسته ژوندی سوځولی دی.

پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري چې راپارېدلي کسان پر سړک د پراته یوه وژل شوي تن مړی په ډنډو او چوکو وهي، اور ورکوي او ګېرچاپېره راټول کسان د "لبیک یا رسول الله" نعرې وهي.

په سیالکوټ کې د جيو ټېليويژن خبریال عمر اعجاز چې د دې پېښې عیني شاهد دی له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، دی چې څنګه د پېښې ځای ته ورسېدلو نو هلته پارېدلو خلکو د یوه وژل کس پر مړي تشدد کولو ، بیا لږه شيبه پس دغو خلکو هغه مړي ته اور واچولو، خلکو لاره بنده کړې وه او هلته یې په يوه کارخانه کې دننه هرڅه ماتول، نېږدې ولاړ ګاډي يې سوځول.

عمر اعجاز زیاتوي چې وروسته هلته پوليس راغلی او له خلکو سره يې مذاکرات کول: ((موږ ته دغو کسانو وويل چې دې کس په کارخانه کې دننه مذهب ته سپکاوی کړی وو، او يو داسې پوسټر يې شلولی وو چې پر هغه مذهبي کليمې ليکل شوې وې، نو ړومبی يې دا کس په کارخانه کې دننه په وهلو مړ کړی وو، بیا يې د هغه مړی له کارخانې بهر پر سړک راښکلو.))

پوليسو د دغه کس شناخت د پریانتا کمارا په نامه کړی دی او زیاتوي چې د سري لنکا هېواد دی او په سیالکوټ کې له ډېرې مودې څخه اوسېدلو.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د پېښې له ځای سره نېږدې یو اوسېدونکی عبدالله نعیم وايي چې دا د راجکو په نامه د سیالکوټ يوه لويه کارخانه ده چې د نړيوال معیار مصنوعات جوړوي او د سري لنکا دغه کس پکې منېجر وو. دی زیاتوي چې په دغه کارخانه کې تر درېوو زرو پورې کسان کار کوي.

عبدالله نعیم د عيني شاهدانو له خولې وايي چې د دې کس د دفتر په خځلدانۍ (کچره دان) کې د درود شریف شلېدلي کاغذونه ول.

د سیالکوټ پوليس وايي تر دا مهال يې د هېچا پرضد د دغه کس د وژلو په تور مقدمه نه ده درج کړې او نه يې د دې کس لخوا مذهب ته د سپکاوي پخلی کړی دی.

له مشال رېډيو سره په خبرو کې د سیالکوټ پوليسو ویاند خرم شهزاد ملک وويل: ((موږ دا مهال ذمه وار کسانو لټوو، موږ يوشمېر ويډيوګانې په ولکه کې اخيستې دي، نو ړومبی به د ذمه وارو شناخت کوو او بیا به يې نيسو، مظاهره ختمه شوې ده، حالات مکمل عادي حالت ته راغلي دي. کارخانه مو بنده کړه او موږ هلته اوس پلټنې کوو.))

د پنجاب اعلي وزیر عثمان بزدار د دې پيښې غندنه کړې او پر ټوېټر خپاره کړي یوه پيغام کې يې ويلي دي چې د پنجاب د پوليسو مشر ته يې د دې پيښې د جامع پلټنو امر کړی دی او ويلي یې دي چې په دې پېښه کې ککړ کسان به د قانون منګلو ته راکاږي.

XS
SM
MD
LG