د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د تېلو د بیو کمولو اعلان وکړ


حکومت ویلي، په نړیوال بازار کې یې د تېلو بیو له ټېټېډو سره سم د ډیزلو او پېټرول نرخ ټیټ کړ - پخوانی انځور.
حکومت ویلي، په نړیوال بازار کې یې د تېلو بیو له ټېټېډو سره سم د ډیزلو او پېټرول نرخ ټیټ کړ - پخوانی انځور.

د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف ویلي دي چې په نړیوال بازار کې یې د تېلو بیو کمېدو ته په کتو د ډیزلو او پېټرولو نرخونو کمولو پرېکړه کړې ده.

نوموړي بېګا ولس ته په ټېلېوېژني وینا کې وویل چې د جولای له ۱۵مې څخه به په پمپونو کې تېل په کم نرخ خرڅېږي. "د یو لیټر ډیزلو بیه ۴۰ روپۍ ۵۴ پیسې کموو او د یو لیټر پېټرولو نرخ ۱۸.۵۰ روپۍ کموو."

د وزیراعظم له اعلان سره، د یو لیټر ډیزلو بیه ۲۳۶ روپۍ او د پېټرولو هغه شاوخوا ۲۳۰ روپۍ ته ښکته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د مې له اخري اوونۍ څخه د جولای تر لومړۍ نېټې پورې څلور ځلې د تېلو بیې لوړې کړې.

اسلام اباد تر دې مخکې د تېلو بیو زیاتولو پر مهال ویلي ول چې دا کار د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د شپږ اربه امریکايي ډالرو د پور پروګرام د بحالۍ لپاره اړین وو.

د پاکستان اقتصاد له څه د پاسه درو کلونو راهیسې د لویو مشکلاتو ښکار دی او همدا لامل دی چې د تحریک انصاف په مشرۍ پخواني اېتلافي حکومت په ۲۰۱۹ز کال کې له ای اېم اېف سره دپور درې کلنه موافقه کړې وه.

وزیراعظم شهباز شریف په خپله وینا کې د تحریک انصاف پر پخواني حکومت د اقتصادي او مالي مشکلاتو پړه واچوله. ده وویل، د پخواني حکومت د ناسمو تګلارو او همداراز، له ای اېم اېف سره پر سختو شرطونو د ولاړې موافقې له وجې ورسره یوازینۍ لاره دا وه چې مشکلې پرېکړې وکړي. "موږ په نړیوال بازار کې د تېلو زیاتېدونکو بیو ته په کتو نرخونه لوړ کړل چې واقعي پر عام وګړي د بار لامل شو. خو موږ بله لاره نه لرله. که مو لرلای نو موږ به د ولس لپاره هېڅ کله مشکلات نه زېږول. نو ځکه موږ اړ شو چې سختې پرېکړې وکړو."

شهباز شریف ویلي چې د اقتصاد سمولو لپاره سختې پرېکړې اړینې دي - پخوانی انځور.
شهباز شریف ویلي چې د اقتصاد سمولو لپاره سختې پرېکړې اړینې دي - پخوانی انځور.

د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د خپلې واکمنۍ پر مهال او په اپرېل کې له دندې تر ګوښه کېدو وروسته جلسو او احتجاجي مظاهرو ته په وینا کې په بیا بیا ویلي چې خراب اقتصاد ورته د مسلم لیګ (ن) او تر هغې مخکې د پیپلز ګوند له پخوانیو حکومتونو په میراث کې پاتې وو چې د هواري هڅې یې کولې.

عمران خان د واکمنۍ پر مهال د خپلو اقتصادي تګلارو دفاع کوله او په وروستیو کې یې د جلسو پر مهال د ګرانۍ زیاتېدو لامل د اوسني حکومت ناسمه اقتصادي پالیسي بللې.

وزیراعظم شهباز شریف په خپله وینا کې زیاته کړه چې هیله من دی چې له ای اېم اېف سره شوې موافقه وروستۍ وي او بل ځل پاکستان له هغې مالي ادارې څخه پور اخیستو ته مجبور نه شي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د پیسو نړیوال صندوق د جولای پر ۱۳مه وویل چې چارواکو یې د پاکستان حکومت له پلاوي سره هغه هېواد ته د پور پر بحالولو موافقه کړې ده خو وروستۍ منظوري به یې د هغې نړیوالې مالي ادارې د مشرتابه ډله (اېګزېکېټېو بورډ) کوي.

ای اېم اېف په بیان کې زیاته کړې چې تر منظورۍ وروسته به پاکستان ته څه د پاسه یو ارب امریکايي ډالر پور ورکړي چې ورسره به هغه هېواد ته له پروګرام سره سم، ټول پور "۴.۲ اربه ډالرو" ته ورسېږي.

په تېرو کلونو کې په پاکستان کې د بهرنیو اسعارو یا پیسو زېرمې کمې شوې دي او همداراز، د انفلېشن یا افراط زر کچ لوړ شوی دی چې له وجې یې د امریکايي ډالر پرتله د پاکستانۍ روپۍ ارزښت خورا کم شوی دی. د دې له کبله په پاکستان کې ګراني زیاته شوې چې پرضد یې په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې یوشمېر پراخې مظاهرې شوې دي.

خو وزیراعظم شهباز شریف د اپرېل پر ۱۱مه د خپلې دندې له پیل راهیسې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د اقتصادي حالت سمولو ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG