د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نړۍ کې جمهوریت تر برید لاندې دی: فریډم هاوس


فریډم هاوس په روسیه کې پر مظاهره کوونکو بریدونه غندلي
فریډم هاوس په روسیه کې پر مظاهره کوونکو بریدونه غندلي

واشنګټن - د فریډم هاوس په نوم نړیوال سازمان په "زورواکه هېوادونو" روسیې او ایران کې پر مظاهره کوونکو حملې غندلي دي.

دې ادارې د مارچ پر څلورمه په خپل کلني رپورټ کې د امریکا په ګډون د جمهوریت پر دودیزو دفاع کوونکو هېوادونو هم نیوکې کړې دي.

رپورټ وايي، هغو هېوادونو د جمهوریت خوندیتوب لپاره خپل دودیز رول شاته پرېښی دی چې په دې ډول خپله "تش په نوم ولسپاله اجنډا" تعقیب کړي.

د بشري حقونو او ازادیو واشنګټن مېشتې ادارې ویلي چې په ۲۰۱۹ز کال کې په یو شمېر هېوادونو کې د سیاسي او مدني ازادیو په برخه کې د حکومتونو ناکامۍ د بریاوو پرتله دوه چنده زیاتې وې.

فریډم هاوس "د جمهوریت لپاره د بې رهبره مبارزې" په نوم په رپورټ کې ویلي چې شمالي مقدونیا په هغو هېوادونو کې راځي چې د حقونو او ازادیو په برخه کې یې تر ټولو زیات پرمختګ کړی.

رپورټ وايي، ۴۹ هېوادونه د ناازاده هېوادونو په لېسټ کې دي چې پکې تاجکستان او ترکمنستان یې په "بدترینه ۱۰" هېوادونو کې شامل دي.

رپورټ وايي، په نړۍ کې جمهوریت تر "برید" لاندې دی او دا اثار نه یوازې په "زورواکه هېوادونو" لکه چین، روسیې او ایران، بلکې په هغو هېوادونو کې هم تر سترګو کېږي چې د بنیاد حقونو او ازادیو ساتلو اوږد تاریخ لري.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG