د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته د طالبانو ډېپلوماټان استول څه معنا لري؟


یوشمېر چارواکو ویلي چې طالبانو پاکستان ته ډېپلوماټان استولي دي - انځور له ارشیفه.
یوشمېر چارواکو ویلي چې طالبانو پاکستان ته ډېپلوماټان استولي دي - انځور له ارشیفه.

په اسلام اباد کې د افغان سفارت یوه چارواکي ویلي دي چې طالبانو پاکستان ته ډېپلوماټان استولي دي چې هلته په سفارت او قونصلګریو کې کار وکړي.

چارواکي د اکتوبر پر ۲۸مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د طالبانو حکومت سردار احمد شکېب د سفارت د لومړي سېکرټر په توګه وراستولی چې هلته یې د ناظم الامور یا شارژدافېیر په توګه دنده پیل کړې. د چارواکي په خبره، طالبانو د اکتوبر پر ۲۷مه په پېښور کې د افغانستان قونصلګرۍ ته حافظ محب الله شاکر او د کوټې قونصلګرۍ ته یې ګل حسن د ډېپلوماټانو په توګه استولي دي چې هلته اوسمهال انتظامي چارې پرمخ وړي.

د سفارت چارواکي وویل، طالبان ملا محمد عباس د کراچۍ قونصلګرۍ ته استوي او زیاته یې کړه چې یاد ټول کسان د افغانستان ډېپلوماټیک پاسپورټونه لري چې ورباندې د پاکستان ویزې لګېدلې دي.

موږ د اکتوبر پر ۲۸مه پر دې موضوع د خبرو لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار احمد ته ټېلېفونونه وکړل، ورته مو پر وټس ایپ پیغام واستاوه، خو ځواب یې رانکړ.

مشال راډیو همداراز، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر ته ایمېل هم واستاوه خو هغوی د دې رپورټ تر بشپړېدو پورې ځواب نه وو راکړی.

البته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه بل چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په افغان سفارت او قونصلګریو کې د طالبانو د استازو له ټاکنو خبر دی. دې چارواکي زیاته کړه چې ښايي دا کار د سفارت او قونصلګریو د انتظامي چارو په ښه ډول ترسره کولو لپاره شوی وي.

کله چې سفیر نه وي نو بیا چې هلته هر څوک ناست وي، هغه ناظم الامور وي.
اصف درانی

موږ پر دې موضوع د خبرو لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ته ټېلېفونونه وکړل خو هغه ځواب و نه وایه. اخوا د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، په دې اړه یې د بهرنیو چارو له وزارته معلومات غوښتي او چې کله یې ترلاسه کړل نو له رسنیو سره به یې شریک کړي.

د طالبانو د حکومت یوه بل چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، مشال راډیو ته منلې چې هغوی پاکستان ته ډېپلوماټان استولي دي.

اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې د خپل سفارتي ماموریت پر بیاپرانیستو غور کوي - انځور له ارشیفه
اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې د خپل سفارتي ماموریت پر بیاپرانیستو غور کوي - انځور له ارشیفه

دا پرمختګ پر داسې وخت شوی دی چې اروپايي ټولنې ویلي په کابل کې د خپل سفارتي ماموریت پر بیاپرانیستو غور کوي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د دفتر د مشر جوزف بورېل ویاندې نبیلې مسرالي د اکتوبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني خو غواړي چې د افغانانو د مرستې لپاره هلته حضور ولري. "اروپايي ټولنه اوسمهال په افغانستان کې د کمترین حضور لرلو هڅه کوي. د امنیتي دلایلو له کبله موږ تفصیل نه شو ورکولای چې دا کار کله کوو. خو څه چې یادونه یې اړینه ده او موږ په بیا بیا ویلي، دا دي چې دا کار په رسمیت د طالبانو د پېژندلو اشاره نه ده. موږ غواړو چې په ښه ډول د افغان ولس مرسته وکړو ځکه چې هغوی له موږ سره په نېږدېوالي کې زموږ مرستې ته اړتیا لري او بله دا چې د دې دا معنا هم ده چې موږ له طالبانو سره روابطو ته اړتیا لرو."

مسرالي زیاته کړه چې اروپايي ټولنه ځکه له طالبانو سره رابطې ساتل غواړي چې هغوی ورته د اروپايي وګړو او له خطر سره د مخامخو افغانانو له افغانستانه د ایستلو لپاره محفوظه لار ورکړي او بشري مرستو ته د افغانانو د دوامداره لاسرسي لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

موږ په بیا بیا ویلي، دا دي چې دا کار په رسمیت د طالبانو د پېژندلو اشاره نه ده. موږ غواړو چې په ښه ډول د افغان ولس مرسته وکړو.
نبیله مسرالي

د پاکستان په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. نو په دې صورت کې اسلام اباد ته د طالبانو په استازیتوب د هغوی د ډېپلوماټانو ورتګ او په کابل کې د اروپايي ټولنې د ډېپلوماټیک ماموریت د بیاپرانیستو احتمال د نړیوالو اړیکو او د ډېپلوماټیکو تعلقانو په اړه د نړیوالو کنوېشنونو له پلوه څه معنا او حیثیت لري؟

په ایران، متحده عربي اماراتو او افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر اصف درانی وايي، سفارتي تعلقات او د سفارتونو موجودګي جلا معنا لري.

نوموړي د اکتوبر پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، کله چې یو هېواد د بل هغه نوی حکومت یا رژیم په رسمیت و نه پېژني، نو پخواني سفارتي تعلقات پر ځای پاتې کېږي. د ده په خبره، په دې صورت کې که هغه رژیم بل هېواد ته خپل ډېپلوماټان واستوي، نو دا عادي کار دی، خو هغه ډېپلوماټان بیا په کوربه هېواد کې د سفیر په توګه دنده نه شي ترسره کولای او یوازې د ناظم الامور حیثیت لري. "سفارتي اړیکي بېله خبره ده او سفارتونه چې خپل وجود لري، هغه بېله خبره ده. مثلاً [په ۱۹۸۰ز لسیزه کې] چې پر افغانستان [د حزب ډېموکراټیک خلق ګوند واکمن وو] نو موږ هلته سفیر نه درلود، خو هلته مو سفارت وو او موږ بیا هلته ناظم الامور لاره. کله چې سفیر نه وي نو بیا چې هلته هر څوک ناست وي، هغه ناظم الامور وي. په داسې وخت کې [په سفارت کې] تقررۍ او تبادلې [عادي روانې وي] خو هغه [ډېپلوماټان] د سفیر درجه نه لري. نو [هغه حکومت کولای شي] چې سفارت ته څوک واستوئ" او یا یې هېواد ته ستون کړي.

اصف درانی د اروپايي ټولنې له لوري په افغانستان کې د خپل ډېپلوماټیک ماموریت د بیاپرانیستو او د نورو هېوادونو د سفارتونو مثال ورکوي او وايي، هغه دفترونه هم خپله دنده د پخوا په څېر پرمخ وړي او له ټولو ډېپلوماټیکو حقونو برخمن دي. "اوس لکه [اروپايي ټولنه] خپل سفارت بیرته کابل ته ورولي. دغه رنګه ترکیه، پاکستان، ایران، ازبکستان، قازقستان، چین او روسیه په کابل کې خپل سفارتونه لري، خو سفیر نه لري. موږ هلته خپل سفیر هم لرو، خو زموږ سفیر د کابل رژیم په رسمي طور نه مني ځکه چې اسلام اباد هم د طالبانو حکومت په رسمي طور نه دی منلی."

درانی زیاتوي چې که بالفرض پاکستان یا بل هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني نو بیا د دواړو لوریو سفیران خپل اسناد په کوربه هېوادونو کې د دولت یا ریاست مشرانو ته وړاندې کوي او رسماً د سفیر په توګه کار پیلوي.

د اګست پر ۱۵مه طالبانو کابل ونیوه او شاوخوا درې اوونۍ وروسته یې خپل لنډمهالی حکومت او سرپرسته کابینه اعلان کړه. طالبانو په سېپټېمبر کې ملګرو ملتونو ته هم لیک استولی وو او ورڅخه یې غوښتي ول چې د قطر د سیاسي دفتر پخوانی ویاند سهېل شاهین دې هلته د دایمي استازي په توګه ومني خو ملګرو ملتونو لا هم د افغانستان د پخواني حکومت استازي پر خپلو څوکیو ساتلي دي. له پاکستان پرته، د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم د افغانستان د نسکور شوي حکومت ډېپلوماټان په سفارتونو کې دندې پرمخ وړي.

د افغانستان پخواني حکومت په جولای کې په اسلام اباد کې د افغان سفیر نجیب الله علیخېل د لور سلسلې علیخېل د تښتونې پېښې په غبرګون له پاکستانه خپل سفیر کابل ته وربللی وو. همدا لامل وو چې د طالبانو تر واکمنېدو پورې افغان سفیر پاکستان ته نه وو ستون شوی.

په اګست کې چې د امریکا په مشرۍ نړیوالو پوځیانو له افغانستانه د خپلو سرتېرو ایستلو بهیر بشپړاوه، نو لسګونه غربي هېوادونو هلته د خپلو سفارتي کارکوونکو شمېر هم کم کړ. خو چې د هم هغې میاشت په نیمايي کې طالبانو کابل ونیوه نو ګڼو هېوادونو له افغانستانه خپل ډېپلوماټان او وګړي وایستل.

XS
SM
MD
LG