د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت هغې نجلۍ ته له والدینو سره د اوسېدو اجازه ورکړه چې کور یې پریښی وو


د بشري حقونو فعالانو د عدالتي فیصلې ستاینه کړې.
د بشري حقونو فعالانو د عدالتي فیصلې ستاینه کړې.

د سیند های کورټ هغې ۱۵ کلنې نجلۍ ته له خپلې مور او پلار سره د اوسېدو اجازه ورکړې چې يو کال وړاندې یې په عدالت کې دعوه کړې وه چې مسیحي دین یې پریښی، مسلمانه شوې او له یوه ۴۵ کلن سړي سره یې واده کړی دی.

د ارزو فاطمې وکیل نظير تنولي د ډېسېمبر پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې نوموړې ډېسېمبر پر شپږمه سیند های کورټ ته درخواست کړی وو چې غواړي د خپلو والدینو کور ته ستنه شي.

نوموړي وویل، د سیند های کورټ يو کسيزه جرګګۍ د قضيې اورېدنه وکړه او د ډېسېمبر پر ۲۲مه یې هغې ته اجازه ورکړه چې له خپلې مور او پلار سره ولاړه شي.

عدالت همداراز وویل چې ارزو فاطمه به اجازه نه لري چې له سید علي اظهر وویني. تر دې مخکې اظهر په عدالت کې دعوه کړې وه چې د ارزو مېړه دی.

تنولي وايي، پوليس به په هر درو مياشتو کې عدالت ته د ارزو فاطمې په اړه راپور وړاندې کوي او مور او پلار به هم پر هغې هېڅ فشار نه کوي. "تر دې وړاندې د سیند های کورټ د قاضي محمد کريم خان اغا په مشرۍ دوه کسيزه جرګګۍ د ۲۰۲۰ز کال د نومبر پر نهمه نېټه طبي بورډ تاييد کړه چې ارزو له ۱۴ کلونو کم عمر لري."

د تنولي په خبره، هغه مهال چې هغې له والدینو سره له تګه انکار کړی وو نو بیا عدالت ویلي ول چې ارزو فاطمه دې دارالامان ته واستول شي، خو هغې وویل چې مسلمانه شوې او په خپله خوښه یې واده کړی.

تر هغې وروسته، د سیند های کورټ ویلي ول چې د ارزو فاطمې عمر په قانوني ډول د واده نه دی او پولیسو یې مېړه سید علي اظهر د کم عمرۍ ودونو د مخنیوي د قانون د سرغړونې په تور نیولی وو او ورڅخه یې پوښتنې هم کړې وې.

په کراچۍ کې د يوې کلیسا مشره غزاله شفیق وایي، عدالت ښه پرېکړه وکړه خو په پاکستان کې هر څه د مذهب په نوم کنټرولېږي او په کم عمر کې په زور له نجونو سره ودونه کېږي. "دا د خوښۍ خبره ده چې دغه نجلۍ له مور او پلار سره یو ځای شوه خو د افسوس خبره دا ده چې له ۱۳ ،۱۳ کلنو نجونو سرہ د مذهب په نوم ناوړه چلند کېږي."

بلخوا په سیند کې د کم عمره نجونو د ودونو د مخینوي هڅې کوونکې ناحکومتي ادارې غړی شفیق اعوان وايي، دا لومړی ځل نه دی چې دا ډول پېښه کېږي، باید حکومت جبراً د مذهب بدلون او د نجونو ودولو مخه ونیسي. "له یوې خوا موږ د کم عمرۍ ودونو د مخنیوي قانون لرو خو نه عملي کېږي. په دې پېښو کې جعلي اسناد جوړېږي او بیا په زور د مذهب بدلولو راپورونه شته، چې د خوښې کار بلل کېږي، خو اصلاً دا په زور د مذهب بدلولو پېښې دي چې پرله پسې کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د ارزو فاطمې پلار راجا مسیح د ۲۰۲۰ز کال د اکتوبر پر ۱۳مه په تاڼه کې رپورټ درج کړی وو چې لور یې له کوره ورکه شوې. پولیسو وروسته ۴۵ کلن سید علي اظهر او د هغه وروڼه سید محسن علي او سید شارق علي او د هغوی یو ملګری دانش د ماشومې تښتولو، په زور یې د دین بدلولو او ودولو په قضیه کې تورن کړل او ویې نیول.

په سیند کې د هندوو نجونو مذهب بدلولو پېښو تر شا څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:27 0:00

پوليسو په دې مقدمه کې ديني عالمان قاضي عبدالرسول، جنيد علي صديقي او محمود حسن چې له علي سره یې د کم عمره نجلۍ د واده په لړ کې مرسته کړې وه هم نیولي ول. د یوه عدالت قاضي د ۲۰۲۰ز کال په ډېسېمبر کې پر سید علي اظهر د جنسي تېري په قضیه کې د یادو دیني عالمانو نومونو د ورشاملولو امر هم کړی وو. خو وروسته ټول تورن کسان په ضمانت خوشې شول.

د ټولنیز عدالت لپاره کارکوونکې یوې ناحکومتې ادارې (سېنټر فار سوشل جسټس) په وینا، په تېرو ۱۶ کلونو کې په زور د ۵۵ عیسویو نجونو د مذهب بدلولو پېښې شوې دي چې زیاتره یې په پنجاب کې ثبت شوې دي. د ادارې په خبره، په سیند کې د عیسویانو ترڅنګ هندوان هم شکایت کوي چې په زور د مذهب بدلولو ته اړ ایستل کېږي. له دې پرته په سیند کې د بېلا بېلو دیني لږکیو ټولنې دا تور هم پورې کوي چې هلته کم عمره نجونه په زور مسلمانېږي او ودېږي. خو په دې پېښو تورن شوي دیني عالمان وايي، هېڅوک یې په زور نه دي مسلمان کړي او دا چې جبراً دین بدلول په اسلام کې روا نه دي.

XS
SM
MD
LG