د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت په سیند کې د مذهب بدلولو مخنیوي هڅې کوي


پاکستان کې غیرمسلمه کسان له غربته ډک ژوند تېروي.
پاکستان کې غیرمسلمه کسان له غربته ډک ژوند تېروي.

د پاکستان په سېنېټ کې د اقلیتونو د مذهب بدلولو د مخنیوي کمېټۍ مشر انوارالحق کاکړ وايي، د جبري ودونو او مذهب دلولو زیاتې په سیند کې کېږي چې هغوی یې د مخنیوی هڅه کوي.

نوموړي د جنورۍ پر ۱۸مه مشال رېډيو ته وویل، راتلونکې اوونۍ به پر دې وړاندېزونو کار پیل کړي او هیله لري چې په دې لړ کې به ژر قانون جوړ شي.

"موږ په خپلو وړاندېزونو کې دا هم ویلي چې د صوبايي حکومتونو، سیاسي او مذهبي ګوندونو سره به په زوره د مذهب بدلولو د مخنیوي پر موضوع خبرې کوو او هڅه کوو چې د مذاکراتو له لارې پر یو ګډ دریځ سلا شو او قانون سازي وکړو. خو مذهبي ګوندونه موږ سره پر دې سلا دي چې په زوره مذهب بدلول د هغوی ایجنډا نه ده او دا د اسلام خلاف هم ده."

په ۲۰۱۹ کال کې په سیند صوبه کې دوه هندوې نجونې رينا او روينا چې خویندې وې، له ګوټکي سيمې څخه تښتول شوې او د راپورنو له مخې په زوره مسلمانې کړل شوې وې. د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم د هغې پېښې نوټس اخیستې وو.

دا چې په سیند صوبه کې په زوره د مذهب بدلولو د پېښو ترشا لاملونه څه کېدای شي؟ په اړه یې انوارالحق کاکړ وايي:

"د بېلا بېلو مذهبونو خلکو ته له نورو سره د ودونو اجازه نه وي نو ځکه کله نه له جینکۍ بیا داسې وکړي. په عیسویت کې د دویم واده اجازه نشته نو هغوی هم اکثره دغسې ودونه وکړي. ځينې خلک د ځمکې قبضه کولو یا نورو کارونو لپاره د جبري مذهبي بدلون یا مذهب سپکاوي معامله ترې جوړه کړي."

په سیند کې خبریال امار ګروړه وايي، د هغې صوبې په اکثرو سیمو کې اقلیتونه او په ځانګړی توګه هندوان پسمانده ژوند تېروي او په زوره د مذهب بدلولو ترڅنګ له یو شمېر مشکلاتو سره مخامخ دي.

"په سیند کې د هندوانو د لوړې طبقې خلک ۲۰ فيصده او د ټیټي هغې ۸۰ في صده دي. د د دې شل في صدو نمایندګي په اسمبلیو کې شته خو نور له دې بې برخي دي. دا مهال په جبري توګه د مذهب بدلولو نه زیاتې په حکومت کې د نمایندګۍ مسله ده. که دا مسله حل شوه نو د هندوانو ډیرې مسلې به هوارې شي. په سیند کې اکثره داسې هم شوي دي چې غیرمسلمه جینکۍ له مسلمانانو سره د خوښې ودونه وکړي او له کوره وتښتي او کورنۍ یې وايي چې په زوره یې مذهب بدل کړل شوی. بیا په ډېر لږ شمیر کې داسې پېښې شوي چې بې هندوې وډیروو [ملکانو] تښتولې دي. نو په سیند کې په زوره د ودونو او مذهب بدلولو ستونزه شته خو هغه اکثره د خوښې د ودونو ده."

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن تر دې وړاندې په یو راپور کې ویلي ول چې له پاکستانه یو شمېر هندوې کورنۍ په زوره د مذهب بدلولو له ویرې هند یا نورو هېوادونو ته کډه شوې دي. د هغه کمېشن مشر مهدي حسن وايي، په پاکستان کې تل د اقلیتونو حقونه له پامه غورځول شوي دي.

"لومړۍ خبره دا ده چې یوازې غیرمسلمه جینکۍ ولې مسلمانانې کېږي، هلکان ولې نه کېږي. مدرسې ته دا حق چا ورکړی دی چې هغوی دا ووايي چې دا غیر مسلمه جینکۍ اوس مسلمانې شوې دي? دې خلکو ته د عدالت پر ځای مدرسه ولې د مسلمانۍ سرټیفیکیټ ورکوي. په پاکستان کې د مذهبي سوچ اثر زیات دی او د مذهب خبره چې راشي نو د حکومت د معزرت کولو رویه خپله کړي او هغه اقدام نه کوي چې ورته پکار وي."

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په دې ورستیو کې ویلي ول چې د اقلیتونو مسلې هوارول یې په لومړیتوبونو کې ده.

په ۲۰۱۶ مه کال کې د سيند اسمبلۍ په زوره د مذهب بدلولو د پېښو د مخنيوي لپاره يو قانون منظور کړی وو چې د مذهبي ګوندونو د دړکو وروسته د پيپلز پارټۍ حکومت بېرته واخيست.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG