د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي وايي روسیې د ملکيانو د وژنې لپاره پر اوکراینیو ښارونو بریدونه کړي


حکومتي کارکوونکي د اکتوبر پر ۱۰مه پر انفراسټرکچر د روسیې تر برید وروسته د اور وژنې پر مهال.
حکومتي کارکوونکي د اکتوبر پر ۱۰مه پر انفراسټرکچر د روسیې تر برید وروسته د اور وژنې پر مهال.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي دي چې روسیې د ملکیانو وژنې په هدف پر کییف او یوشمېر نورو ښارونو بریدونه کړي دي.

ده د اکتوبر پر ۱۰مه تر حملو وروسته وویل چې روسیې "قصداً" د بریدونو لپاره مشخص وخت ټاکلی وو چې زیات ولسي وګړي په نښه کړي او د اوکراین د انرژۍ یا توانایۍ بېخبنا (انفراسټرکچر) یې په نښه کړ.

د اکتوبر پر ۱۰مه بریدونه پر پلازمېنه کییف، خارکیف، دنېپرو، لویف (لفیف) او تېرنوپېرل ښارونو شوي دي.

اوکراینیو چارواکو ویلي دي چې روسیې یې پر خاوره تر ۷۵ توغندي ورویشتي دي.

زېلېنسکي پر ټولنیزو شبکو په خپور کړي ویډیويي بیان کې ویلي دي چې مسکو په حملو کې ایرانۍ بې پیلوټه الوتکې هم کارولې دي.

غربي اژانسونه وايي، په ټولو بریدونو کې ۱۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۶۰ ژوبل دي.

زېلېنسکي تور پورې کړ چې روسیه په دې ډول کړنو "دولتي ترهګري" کوي او د اصلي خبرو مخې ته "خنډ" دروي.

هلته په مسکو کې روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د ګل یا دوشنبې پر سهار کړيو بریدونو ته "د اوکراین ترهګرو حملو بدل یا غچ اخیستو" نوم ورکړی دی.

پوتین د روسیې تر واک لاندې کریمیا ټاپووزمې ته پر تلونکي ۱۸ کېلومیتره اوږد پل د اکتوبر اوومې حمله د "اوکراین ترهګر عمل" بللی. هغه پل روسیه او کرېمیا نښلوي چې چاودنې یې یوه برخه زیانمنه کړې وه.

پر اوکراین حملو د غربي ځواکمنو هېوادونو غبرګونونه پارولي دي. ټاکل شوې چې د اووه لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو مشران د اکتوبر پر ۱۰مه له اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي سره بیړنۍ غونډه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG