د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحریک لبیک پاکستان مشر خادم حسین رضوي ومړ


خادم حسین رضوي د نومبر پر ۱۹مه د تبې او سا بندۍ تر شکایت وروسته روغتون ته انتقال شو - د ارشیف انځور
خادم حسین رضوي د نومبر پر ۱۹مه د تبې او سا بندۍ تر شکایت وروسته روغتون ته انتقال شو - د ارشیف انځور

د تحریک لبیک پاکستان ډلې مشر خادم حسین رضوي د نومبر ۱۹مې پر ماخوستن د لاهور په یوه هسپتال کې ومړ.

د دې ډلې یوه ویاند حمزه ویلي چې ۵۴ کلن رضوي پرون د تبې او د سا لنډۍ تر تکلیف وروسته روغتون ته ورسول شو.

تحریک لبیک پاکستان په سمدستي ډول د نوموړي د مړینې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د نومبر ۱۹مې پر ماخوستن پر ټوېټر د رضوي په مړینه خواشیني او د هغه له کورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې.

د نومبر پر ۱۶مه د تحریک لبیک پاکستان تر ۱،۰۰۰ زیاتو پلویانو د راولپېنډۍ او اسلام اباد ترمنځ په فیض اباد کې احتجاجي ناسته وکړه او له حکومته یې د اسلام پیغمبر خاکو خپرولو پر سر له فرانسې سره د ډېپلوماټیکو اړیکو کمولو غوښتنه وکړه.

دا پرلت د نومبر پر ۱۷مه تر هغې وروسته پای ته ورسېد چې د پاکستان حکومت یې له هېواده د فرانسې د سفیر د ممکنه ایستلو او له فرانسویو شیانو د پرېکون ترڅنګ پر غوښتنو د غور ژمنه وکړه.

د اکتوبر پر ۱۶مه په فرانسه کې یوه ۱۸ کلن چېچن توکمه کس د ښوونځي یو استاد په ټولګي کې ماشومانو ته د بیان ازادۍ د درس پر مهال د اسلام پیغمبر د خاکو ښوولو په تور وواژه.

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون له هغه وخت راهیسې د پیغمبر د خاکو خپرولو دفاع کړې چې په غبرګون کې یې په یو شمېراسلامي هېوادونو کې مظاهرې وشوې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG