د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ځینو اسلامي هیوادونو کې د فرانسې خلاف مظاهرې شوي


په پاکستان کې د فرانسې خلاف د مظاهرې یوه څنډه.
په پاکستان کې د فرانسې خلاف د مظاهرې یوه څنډه.

د فرانسې د ولسمشر اېمانوېل مېکرون لخوا د دې بیان ورکولو وروسته چې د اسلام د پیغمبر د خاکو د خپرولو دفاع به کوي، په یو شمېر اسلامي هیوادونو کې مظاهرې راپارېدلې دي.

په پاکستان، افغانستان، بنګله ديش او د مسلمانې نړۍ په یو شمېر نورو هیوادونو کې د فرانسې د ولسمشر پر وروستي دریځ سخت غبرګونونه مخې ته راغلي دي. په اسلامي هیوادونو کې خلک غصه ښکاره کوي او پر مظاهرو یې لاس پورې کړی دی.

په کابل کې د مېکرون د څرګندونو خلاف لاریون وشو.
په کابل کې د مېکرون د څرګندونو خلاف لاریون وشو.

د اکتوبر پر ۲۹مه یو بریدګر په نیس ښار کې د یو چرچ یا کلیسا دننه درې کسان د چړو په ګوذارونو ووژل، تر هغې وروسته د اکتوبر پر ۳۰مه، په فرانسه کې د امنيتي خطر کچه لوړه اعلان شوه.

د فرانسې ولسمشر دا پېښه اسلامي ترهګريزه حمله بللې ده. په نيس ښار کې د ياد چرچ مخې ته د خبرو پر مهال اېمانوېل مېکرون وويل، په فرانسویانو دا برید د هغوی د اقدارو او د عقیدې د ازادۍ د پاللو له وجې شوی دی. هغه وویل، هغوی به د خپل دریځ څخه په شا نه شي.

په ډاکه کې هم خلکو پراخې مظاهرې کړي.
په ډاکه کې هم خلکو پراخې مظاهرې کړي.

د نيس تر پېښې نږدې دوه اونۍ مخکې د پاریس په مضافاتو کې د منځني ښوونځي یو ښوونکی د ۱۸ کلن بریدګر لخوا ووژل شو. برید کوونکي له هغه سر پرېکړی و.

په ظاهره داسې ښکارېده چې بریدګر پر دې خپه و چې ياد استاد په صنف کې د ولسي ټولنې د کار په اړه د ښوونې پرمهال د اسلام د پېغمبر خاکې ښودلې وې.

د اکتوبر پر ۳۰مه، په پاکستان کې په زرګونو مظاهره کوونکو د فرانسې پر ضد نعرې ووهلې، د مېکرون عکسونه يې وسوزول او غوښتنه يې وکړه چې پاکستان دې له فرانسې خپل سفير راوغواړي.

په افغانستان کې هم زرګونو خلکو مظاهره وکړه او په کابل کې يې د فرانسې د سفارت د تړلو او له یاد هیواده د وارداتو د بندولو غوښتنه وکړه.

همدا شان په زرګونو کسانو د بنګله ديش د سرښار ډاکې په کوڅو کې مارش وکړ او د فرانسې د مصنوعاتو د بايکاټ کولو نعرې يې وهلې. د مظاهره چيانو سره په بېنرو ليکل شوي وو چې مېکرون د نړۍ تر ټولو غټ ترهګر دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG