د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت زیارت کې د بلوڅانو وژنې په اړه عدالتي کمېشن ولې نه جوړوي؟


د لادرکه بلوڅانو د موندلو لپاره مبارزه کوونکی سازمان په کوټه کې د پرلت مشري کوي - د جولای ۲۳مې انځور.
د لادرکه بلوڅانو د موندلو لپاره مبارزه کوونکی سازمان په کوټه کې د پرلت مشري کوي - د جولای ۲۳مې انځور.

د بلوچستان په زیارت کې د پاکستان پوځ په عملیاتو کې د بلوڅانو د وژنې پرضد احتجاجي پرلت د جولای پر ۲۴مه پر څلورمه ورځ هم دوام لري.

د ورکو بلوڅانو د موندلو کولو لپاره مبارزه کوونکی سازمان (وایس فار بلوچ مېسېنګ پرسنز) د پرلت مشري کوي.

یوشمېر پرلتوال دعوه کوي چې پوځ یې په زیارت کې داسې "خپلوان" په "جعلي مقابله" کې "وژلي" چې له "میاشتو میاشتو راهیسې" ورک ول.

د پرلت ګډونوال او ملاتړي وايي، حکومت دې د هغې پېښې د حقیقت معلومولو لپاره عدالتي کمېشن جوړ کړي.

خو د بلوچستان حکومت وايي، د جولای پر ۱۵مه په عملیاتو کې وژل شوي کسان "ترهګر" ول.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د پرلتوالو او د بلوچستان د حکومتي چارواکو د دعوو تصدیق نه شي کولای.

دا په داسې حال کې ده چې امنیتي ځواکونو په زیارت کې د پوځ د افسر کرنل لییق بېګ مرزا تر تښتونې او وژنې وروسته عملیات وکړل او د "نهو وسله والو" د وژنې دعوه یې وکړه. بېلونپاله وسله والې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د مرزا د تښتونې او وژنې ذمه واري منلې وه.

کرنل مرزا د جولای پر ۱۲مه له کورنۍ سره زیارت ته تر سیل وروسته کور ته پر لاره وو چې وسله والو له ګاډي ښکته کړ او له ځانه سره یې یووړ. په بلوچستان کې لېویز ځواک د جولای پر ۱۴مه وویل چې د نوموړي مړی یې د زیارت او هرنايي پر پوله موندلی.

په کوټه کې د زیارت د عملیاتو پرضد پرلت کې یوشمېر فعالان او د ورکو بلوڅانو کورنۍ شاملې دي - د جولای ۲۳مې انځور.
په کوټه کې د زیارت د عملیاتو پرضد پرلت کې یوشمېر فعالان او د ورکو بلوڅانو کورنۍ شاملې دي - د جولای ۲۳مې انځور.

د ورکو بلوڅانو د موندلو هڅې کوونکي سازمان جنرل سېکرټري نصرالله بلوڅ د جولای پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، "پوځ پر تښتول شویو بېګناه بلوڅانو د ترهګرۍ تور پورې کړی دی."

ده وویل، دا پرلت یې د تازه وژل شویو او د نورو ورکو بلوڅانو د کورنیو په ملاتړ پیل کړی چې د غوښتنو تر منل کېدو پورې به روان وي. "زموږ لومړۍ غوښتنه دا ده چې د یو حاضر سروس جج په مشرۍ کې دې د دې پېښې د کره پلټنو لپاره یو کمېشن جوړ شي، بل دې وزیراعلا دا باور راکړي چې د پرلت د ګډونوالو هغه خپلوان به راخوشې کېږي چې لا هم ورک دي، او درېیمه غوښتنه مو دا ده چې پر موږ دې په شوي تشدد کې د شاملو امنیتي اهکارانو خلاف کارروايي وشي."

د جولای پر ۲۱مه چې احتجاج کوونکو له کوټې پرېس کلبه د اعلاوزير د دفتر پر لوري لاريون کاوه نو پوليسو اجازه نه ورکوله او پر هغوی يې اوښکی بهوونکی ګیس (ګاز) وکاراوه.

په زیارت کې د وژل شویو بلوڅانو د کورنیو غړو هم له مشال راډیو سره په خبرو کې د روان پرلت ملاتړ او د عدالتي کمېشن غوښتنه کړې.

د قلات اوسېدونکي عبدالحمید له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې د جولای پر ۱۵مې شوې پېښه "بالکل جعلي نښته" وه او پوځ "بې ګناه" خلک وژلي دي.

د ده په وینا، د ده ورور شهزاد احمد "د ۲۰۲۲ز کال د جون پر څلورمه له کوټې تښتول" شوی وو او دوی یې په اړه له پولیسو سره رپورټ هم درج کړی وو. د نوموړي په خبره، شهزاد احمد د زیارت په پېښه کې وژل شوی.

د شهزاد احمد کورنۍ وايي هغه تښتول شوی وو چې پوځ په زیارت کې وژلی دی - پخوانی انځور.
د شهزاد احمد کورنۍ وايي هغه تښتول شوی وو چې پوځ په زیارت کې وژلی دی - پخوانی انځور.

عبدالحمید زیاته کړه چې په کوټه کې د پیل شوي پرلت ملاتړ کوي او د انصاف غوښتنه کوي چې بیا له "بل چا سره داسې و نه" شي. "بالکل زموږ هم دغه غوښتنه ده، موږ د فاتحې له کبله لا پرلت ته نه یو ورغلي خو ملګري مو ورغلي دي‌. موږ چې له دې ځایه فارغ شو نو اراده لرو چې د پاکستان په عدالتونو کې دا مسله راپورته کړو نو ځکه مو غوښتنه ده چې د دې لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ شي."

د یو بل وژل شوي کس ډاکتر مختار بلوڅ یوه خپلوان خپل امنیت ته د خطر له وجې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، تمه نه لري چې د پلټنو عدالتي کمېشن به جوړ شي.

ده وویل، "موږ به نو پر دې څه ووایو، بس له موږ سره وشول، چې له بل چا سره داسې و نه شي، د بل چا بچي دې داسې نه شي. دا د ریاست لپاره ښه خبره نه ده چې خلک لادرکه کړي او بیا یې وژني."

د بلوڅ خپلوان په خبرو کې دعوه وکړه چې په زیارت کې وژل شوي ورک کسان ول چې پر بېلابېلو نېټو تښتول شوي ول او په جېلونو کې یې ساتلي ول.

ډاکټر مختار بلوڅ چې د کورنۍ په وینا یې د پاکستان پوځ په زیارت کې وژلی دی - پخوانی انځور.
ډاکټر مختار بلوڅ چې د کورنۍ په وینا یې د پاکستان پوځ په زیارت کې وژلی دی - پخوانی انځور.

تر دې مخکې، د بلوچستان نیشنل ګوند (بي اېن پي) مشر سردار اختر مېنګل هم غوښتنه کړې وه چې د زیارت د عملیاتو د پلټنو لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ شي.

نوموړي د جولای پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، په وروستیو کې په زیارت کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي کسان "وسله وال" نه بلکې هغه "بلوڅان" ول چې څه موده مخکې له کورونو بیول شوي ول او کورنیو یې د بې درکه کېدو پرضد رپورټونه هم دایر کړي ول.

حکومتي دریځ

د بلوچستان د ټرانسپورټي چارو وزیر سردار عبدالرحمان کېتراڼ ادعا کوي چې په زیارت کې وژل شوي کسان "ترهګر" ول.

ده د جولای پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، هغو کسانو د "بلوڅانو او پښتنو د دود او دستور خلاف" خلاف د ښځو او ماشومانو په موجودګۍ کې د پوځ کرنل تښتولی او بیا یې وژلی وو.

له سردار عبدالرحمان کېتراڼ څخه مې وپوښتل چې که د احتجاج کوونکو په وینا، ریښتیا هم پوځ دا کسان په "جعلي نښته" کې نه وي وژلي نو بیا حکومت د پلټنو لپاره عدالتي کمېشن ولې نه جوړوي؟

ده یې په ځواب کې وویل، "اوس به نو چې چېرې هم ترهګر وژل کېږي نو د هغوی لپاره به عدالتي کمېشن جوړېږي؟ تېره شپه مې د پوځ له مشر سره خبرې وشوې او هغه وايي‌ چې د دې لپاره قانون جوړوي چې د لادرکه کسانو مسله هواره کړي."

تر کېتراڼ مخکې د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا الله لانګو هم د جولای پر ۲۰مه په کوټه کې خبري غونډې ته ویلي ول چې په زیارت کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال په وژل شویو کې هغه "پینځه کسان" هم شامل دي چې نومونه یې د "ورکو بلوڅانو په نوملړ" کې ول. ده زیاته کړه چې له دې ښکاري چې یوشمېر بلوڅان ورک شوي نه دي بلکې په "خپله خوښه" له بلوڅ وسله والو ډلو سره یو ځای شوي دي.

د ورکو کسانو مسله

د لادرکه بلوڅانو د خوشې کولو لپاره مبارزه کوونکی سازمان وايي، په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې لسګونه زره بلوڅان ورک شوي چې ورڅخه یې سلګونه وژل شوي دي.

په بلوچستان کې د خلکو ورکولو تورونه پر امنیتي او استخباراتي ادارو پورې کېږي.

خو پوځ په تېرو کلونو کې ویلي چې د ورکو کسانو شمېر هومره نه دی چې څومره یادېږي او همداراز، ځینې هغه کسان چې ورک بلل کېږي، له وسله والو ډلو سره یوځای شوي او ورڅخه یې یوشمېر له ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي.

د لادرکو کسانو د قضیو څېړلو لپاره حکومتي کمېشن په ۲۰۱۱ز کال کې جوړ شوی. هغه کمېشن د ۲۰۲۲ز کال د مارچ مياشت په يو رپورټ کې ويلي ول چې تر هغه وخته یې د ۸،۴۱۵ کسانو د ورکېدو پېښې ثبت کړې وې چې ورڅخه یې د ۶،۱۶۳ قضيې هوارې کړې دي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د اپرېل پر ۱۱مه تر خپلې ټاکنې ۱۲ ورځې وروسته کوټې ته تللی وو او هلته یې د ورکو کسانو له کورنيو سره ژمنه وکړه چې دا مسله به څېړي. هغه زیاته کړې وه چې په دې اړه به "له بااختیاره کسانو" سره خبرې کوي.

تر دې وروسته، د پاکستان حکومت د مې پر ۳۰مه د خلکو په زوره د تری تم کولو د مخنيوي په اړه يوه کمېټۍ جوړه کړه چې مشر يې د قانون او انصاف وزير اعظم نذير تارړ دی.

XS
SM
MD
LG