د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: د انګور اډې اوسېدونکو پرلت پای ته رسولی


د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۱۸مه په انګور اډه کې د جنوبي وزيرستان انتظامي او امنيتي چارواکو له پرلتوالو سره مذاکرات وکړل.
د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۱۸مه په انګور اډه کې د جنوبي وزيرستان انتظامي او امنيتي چارواکو له پرلتوالو سره مذاکرات وکړل.

د جنوبي وزیرستان د انګور اډې سيمې اوسېدونکو له انتظامي چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته احتجاجي ناسته پای ته رسولې ده.

هغوی له تېرو پينځو ورځو راهیسې غوښتنه کوله چې حکومت دې ورته د ژوند بنیادي اسانتیاوې ورکړي او د هغو امنیتي سرتېرو پر ضد دې قانوني کارروايي وشي چې د دوی په وينا، د اکتوبر پر ۱۶مه یې پر مظاهرچیانو ډزې کړې وې.

د احتجاجي ناستې یو ګډونوال احسان وزیر د اکتوبر پر ۱۸مه مشال راډيو ته وویل چې انتظامیې ورسره د غوښتنو منلو ژمنه کړې ده نو ځکه یې خپل احتجاج پای ته ورساوه.

د جنوبي وزیرستان پولیسو هم د اکتوبر پر ۱۸مه په يوه بيان کې ويلي چې د هغې ضلعې د پولیسو مشر عتیق الله وزیر ، ډېپټي کمېشنر سلمان کونډي، پوځي چارواکو او د سیمې د مشرانو علماوو په هڅه د انګور اډې د پرلتوالو له مشرانو سره مذاکرات بريالي شوي او افغانستان ته تلونکې لاره د تګ راتګ لپاره پرانيستل شوې ده.

د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۱۸مه په انګور اډه کې د جنوبي وزيرستان انتظامي او امنيتي چارواکو له پرلتوالو سره مذاکرات وکړل.
د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۱۸مه په انګور اډه کې د جنوبي وزيرستان انتظامي او امنيتي چارواکو له پرلتوالو سره مذاکرات وکړل.

پرلتوالو ادعا کوله چې د اکتوبر پر ۱۶مه د امنیتي سرتېرو په ډزو شپږ مظاهرچیان ژوبل شوي ول. تر پېښې وروسته احسان وزیر مشال راډيو ته ويلي ول چې هغوی د اکتوبر له ۱۴مې د خپلو غوښتنو لپاره پرلت وهلی وو چې په ادعا يې د اکتوبر پر ۱۶مه امنيتي ځواکونو ورباندې "ډزې" وکړې.

نوموړي زياته کړې وه چې پرلتوالو غوښتنه کوله چې د "پوځ له خوا دې نيول شوې ودانۍ ازادې شي او پر امنیتي پوستو دې خلک نه ځورول کېږي."

بلخوا د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر عتيق الله وزير د اکتوبر پر ۱۶مه مشال راډيو ته ويلي ول چې په احتجاجي مظاهره کې یو تن په کاڼي لګېدلی وو چې د پوځ په روغتون کې یې درملنه روانه ده.

XS
SM
MD
LG