د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته لویه جرګه رابلل کېږي


د کابینۍ غړو د اپرېل پر ۱۹مه ناوخته د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ دا پرېکړه کړې ده.
د کابینۍ غړو د اپرېل پر ۱۹مه ناوخته د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ دا پرېکړه کړې ده.

د افغانستان د ارګ ماڼۍ وايي، د کابینې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دې د افغانستان د دایمي بې طرفۍ غوښتنې په اړه لویه جرګه جوړه شي.

د کابینۍ غړو د اپرېل پر ۱۹مه ناوخته د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ دا پرېکړه کړې ده.

دوی په غونډه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي هم بحث کړی دی.

د ارګ ماڼۍ د بیان له مخې د غونډې ګډونوالو ویلي چې د امریکايي ځواکونو وتل د دواړو هېوادونو د اړیکو د پرېکون په معنی نه ده بلکې د افغانستان او امریکا ترمینځ د اړیکو او همکاریو د نوي څپرکي پیل دی.

د افغان حکومت په کابینه کې همدارز د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو او څو اړخیزو قراردادونو او تړونونو د پلیکېدو خبره هم یاده شوې ده.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې له مخې د مې له لومړۍ له افغانستانه د پاتې امریکايي ځواکونو وتل پیلېږي چې د سپټمبر تر ۱۱مې به بشپړ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG