د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستان سره خپل ماموریت ته دوام ورکوو: ملګري ملتونه


د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټېفن دوجارېک
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټېفن دوجارېک

ملګري ملتونه وايي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به په دې هېواد کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي.

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دویاریک د اپرېل پر ۱۵مه په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې وویل،"موږ به د وضعیت څېړنې ته دوام ورکړو خو په افغانستان کې به زموږ کار دوام وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو نوې نېټه اعلان کړه او ویې‌ ویل چې دغه پوځیان به د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې ووځي خو له دې هېواد سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د ولسمشر بایډن له لوري د ځواکونو د ایستلو له اعلان سره هم ‌مهاله د ناټو یو شمېر نورو غړو هم ویلي چې له امریکا سره په همغږۍ کې خپل پوځیان له افغانستانه باسي.

ناټو هم اعلان کړی چې له افغانستانه د غوڅ ملاتړ د ماموریت د ځواکونو اېستل به د مې پر لومړۍ نېټه پیل او د سپټمبر پر۱۱مه نېټه بشپر کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG