د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بښنې نړیوال سازمان وايي ایرانیو ځواکونو زاهدان کې لسګونه کسان وژلي


په تهران کې یوشمېر کسان د حکومت ضد مظاهرې پر مهال - د اکتوبر لومړۍ نېټې انځور
په تهران کې یوشمېر کسان د حکومت ضد مظاهرې پر مهال - د اکتوبر لومړۍ نېټې انځور

د بښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) دعوه کړې ده چې ایرانیو ځواکونو د سیستان-بلوچستان په زاهدان ښار کې لسګونه کسان وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په هغه هېواد کې د ګشت ارشاد په نوم د پولیسو په ولکه کې د یوې ۲۲ کلنې نجلۍ مهسا امیني بې هوښه کېدو او بیا په روغتون کې تر مړینې وروسته مظاهرې روانې دي او امریکا د ایران پر یوشمېر لوړپوړو چارواکو بندیزونه لګولي دي.

تهران لا د دې دعوو او د امریکا اقدام په غبرګون څه نه دي ویلي. خو د هغه هېواد د ستر مذهبي مشر په ګډون حکومتي چارواکو د ناکرارۍ پړه پر بهرنیانو اچولې. ایت الله علي خامنه يي د اکتوبر پر درېیمه ویلي ول چې د مظاهرو تر شا امریکا، اسراییل او بهرمېشتي ایرانیان دي او د مظاهرچیانو ضد یې د کارروايۍ ملاتړ څرګند کړ.

ایرانۍ زده کوونکې او ښځې د احتجاج په توګه له سره زړوکي یا پړوني لیرې کوي او حکومت ضد نعرې وهي - د اکتوبر درېیمې انځور.
ایرانۍ زده کوونکې او ښځې د احتجاج په توګه له سره زړوکي یا پړوني لیرې کوي او حکومت ضد نعرې وهي - د اکتوبر درېیمې انځور.

د بښنې نړیوال سازمان د اکتوبر پر شپږمه په رپورټ کې وویل چې ایرانیو ځواکونو د سېپټېمبر پر ۳۰مه په زاهدان کې پر مظاهرچیانو، لارویو او عبادت کوونکو د اوسپنې مرمیو ډزې کړې دي او اوښکې بهوونکی ګیس یې ارولی دی چې پکې د ماشومانو په ګډون ۶۶ کسان وژل شوي او سلګونه ژوبل دي.

سازمان وايي، تر دې وروسته هم په زاهدان کې په جلا، جلا پېښو کې ۱۶ نور کسان وژل شوي دي.

د سېپټېمبر پر ۱۶مه د مهسا امیني، چې پولیسو د حجاب د قانون سرغړونې په تور نیولې وه، له مړینې راهیسې د ایران په یوشمېر سیمو کې مظاهرې پراخه شوې دي او پولیس یې د مخنیوي هڅې کوي.

د بښنې نړیوال سازمان مشرې اګنېس کالامار ویلي دي چې ایرانیو چارواکو "په بیا بیا د انساني ژوند حرمت له پامه غورځولی او په واک کې د پاتې کېدو لپاره پر هېڅ صرفه نه کوي."

نوموړې زیاته کړې چې په ایران کې "تاوتریخوالی هسې نه دی روان" بلکې له سزا څخه د "د منظم معافیت او د نړیوالې ټولنې د بې کفایته غبرګون نتیجه" ده.

په همدې حال کې امریکا د اکتوبر پر شپږمه پر انټرنېټ د بندیزونو او پر مظاهرچیانو د تشدد په تور پر یوشمېر لوړپوړو ایرانیو چارواکو بندیزونه اعلان کړل.

د واشنګټن په بندیزونو کې په تهران کې د حجاب قانون نفاذ څار په برخه کې د ګشت ارشاد پولیسو یدالله جواني هم شامل دی.

د امریکا د مالي چارو وزارت د جواني تر څنګ د ایران د کورنیو چارو پر وزیر احمد وحیدي، د اطلاعاتي چارو وزیر عیسا زارع پور او د انټرنېټي (سایبر) چارو پولیسو مشر وحید مجید هم بندیزونه لګولي دي.

وزارت په بیان کې ویلي چې امریکا د یوې اجازتنامې په ورکولو ایران ته د هغو اضافي الاتو برامد ته لاره هواروي چې په کارولو به یې د هغه هېواد وګړي انټرنېټ ته لاسرسی ولري.

بیان زیاتوي چې دا اقدامات د "بیان ازادۍ" او د "سوله ییز احتجاج" حقونو ته د امریکا د ژمنې ښکارندويي کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG