د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅانو تر حکومتي ډاډ وروسته ۵۰ ورځنی پرلت ختم کړ


دا پرلت د روان کال د جولای په وروستۍ اوونۍ کې پیل شوی وو او ۵۰ ورځې یې دوام وکړ: انځور د جولای ۲۳مه، کال ۲۰۲۲
دا پرلت د روان کال د جولای په وروستۍ اوونۍ کې پیل شوی وو او ۵۰ ورځې یې دوام وکړ: انځور د جولای ۲۳مه، کال ۲۰۲۲

د لادرکه بلوڅو خپلوانو د سېپټېمبر پر اتمه له هغې وروسته خپل ۵۰ ورځنی پرلت ختم کړ چې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر رانا ثنا الله په مشرۍ کې یو پلاوي ورسره ولیدل.

دا پرلت د روان کال د جولای په وروستۍ اوونۍ کې له هغې وروسته پیل شوی وو چې د بلوچستان د زیارت امنیتي سرتېرو د عملیاتو پر مهال نهه وسله وال کسان وژلي ول. هغه مهال چارواکو ویلي ول چې دا کسان د یو پاکستاني کرنل لییق بېګ په تښتونه او وژنه کې ملوث دي خو د وژلو شویو نهو کسانو څخه د پنځو خپلوانو ویلي ول چې دوی له ډېره وخته لادرکه وو.

د پاکستان د کورنیو چارو د وفاقي وزیر په مشرۍ کې یو پلاوی د سېپټېمبر پر اتمه کوټې ته رسېدلی وو. دغه پلاوي د صوبې د اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو او د صوبايي کابینې له غړو سره تر لیدو وروسته د پرلت له مشرانو سره ولیدل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې حکومت به په راتلونکو درو میاشتو کې د ۴۰ لادرکو بلوڅانو درک لګوي.

د پرلت ځای ته د ورغلي پلاوي یو غړي سېنېټر کامران مرتضا ایډوکیټ د سېپټېمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل، پرلت والو د هغوی خبره ومنله او خپل احتجاج یې ختم کړ.

خو د ورکو بلوڅانو د حقونو لپاره د کارکوونکي سازمان (وایس فار بلوچ مېسېنګ پرسنز) مشر ماما قدیر بلوڅ د سېپټېمبر پر اتمه مشال راډیو ته ویل، دا ډول کمېټیانې پخوا هم جوړې شوي او حکومت ژمنې هم کړي چې ورک کسان به پیدا کوي او خپلو کورونو ته به یې لېږي خو د هغه په وینا څه نتیجه یې نه ده ورکړې.

د بلوچستان حکومت په زیارت ضلع کې د پوځ په عملیاتو کې د نهو بلوڅانو د وژل کېدو په اړه د پلټنو لپاره د عدالتي‌ کمېشن جوړولو پرېکړه د جولای پر ۲۸مه کړې وه. د بلوچستان های کورت د جج جسټس اعجاز احمد سواتي په مشرۍ کې عدالتي کمېشن ته ویل شوي ول چې په ۳۰ ورځو کې دننه به حکومت ته په دې اړه رپورټ وړاندې کوي چې د پوځ په عملیاتو کې وژل شوي کسان رښتیا هم لادرکه وو که نه د بېلتون غوښتوونکو ملګري وو؟

د بلوچستان لېویز ځواک د جولای پر ۱۳مه، رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي وو، د پوځ افسر لییق بېګ مرزا د کورنۍ له غړو سره زیارت ته تللی وو چې د جولای ۱۲مې شپې مهال وسله والو وتښتاوه.

لېویز ځواک د جولای پر ۱۴مه رسنیو ته په استولي یو بل لنډ بیان کې ویلي وو چې د امنیتي سرتېرو یوې ډلې، چې د کرنل لییق بېګ مرزا لټون یې کاوه، د زیارت او هرنايي سیمو پر پوله د نوموړي مړی موندلی دی. په بیان کې له دې پرته نور څه نه وو ویل شوي.

لېویز ځواک دا بیان تر هغې وروسته خپور کړی چې بلوڅ بېلتونپالې وسله والې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د جولای پر ۱۳مه په یوه بیان کې د کرنل مرزا د تښتولو ذمه واري ومنله. هغې ناقانونه ډلې د جولای پر ۱۴مه رسنیو ته په استولي دویم بیان کې ویلي ول چې پوځي افسر یې د جولای پر ۱۲مه د بلوچستان له زیارته له ځان سره بیولی وو او وروسته یې وواژه.

د جبري غیب کړل شويو کسانو کورنۍ په احتجاج دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:10 0:00

د بلوچستان لېویز ځواک د جولای پر ۱۳مه، رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي وو، د پوځ افسر لییق بېګ مرزا د کورنۍ له غړو سره زیارت ته تللی وو چې د جولای ۱۲مې شپې مهال وسله والو وتښتاوه.

په بلوچستان کې په تېرو وختونو کې هم د سیاستوالانو، وکیلانو، ډاکترانو او کاروباریانو د تښتونې پېښې شوې دي چې یوشمېر یې خوشې شوي او د ځینو یې مړي موندل شوي دي.

له دې پرته د پاکستان په هغه جنوب لویدیز صوبه کې وخت په وخت د ناامنیو پېښې هم کېږي چې پکې د امنیتي سرتېرو په ګډون ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

XS
SM
MD
LG