د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو زداري د نړیوال اقتصادي فورم غونډه کې د سیمې پر سوله او ثبات غږېږي


بلاول بوټو زرداري په لاهور کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.
بلاول بوټو زرداري په لاهور کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.

ټاکل شوې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د سوېټزرلینډ په ډېووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په غونډه کې ګډون وکړي.

د جنورۍ ۱۶مې غونډې ته د پاکستان د بهرنیو چارو ریاستي وزیره حنا رباني کر هم ورغلې ده.

د پاکستان دولتي راډیو د جنورۍ پر ۱۴مه ویلي دي چې په پینځه ورځنۍ غونډه کې د نړیوالو او سیمه ییزو مسلو په اړه بحث کېږي چې پکې بلاول بوټو زرداري د سیمې سولې او ثبات پر ورپېښو چیلېجونو د پاکستان دریځ وړاندې کوي.

دا غونډه پر داسې مهال کېږي چې نړیوال اقتصادي فورم په خپل یوه تازه رپورټ کې ویلي دي چې پاکستان د نړۍ له هغو هېوادونو یو دی چې د پورونو بار، ګرانۍ، د دولت یا ریاست کمزوۍ، د انټرنېټي امنیت ناکامۍ او سیاسي ناکرارۍ له وجې له خطرونو سره مخامخېدای شي.

هغه سازمان د جنورۍ پر ۱۱مه په رپورټ کې ویلي چې په پاکستان، افغانستان او هند کې د اوبو د وسیلو پر سر اختلاف له وړاندې موجود دی او وېره ده چې د بشري ناورینونو او دولتي بې ثباتۍ د خپرېدو په صورت کې اوبو د وسلې په توګه وکارېږي.

په رپورټ کې راغلي چې پاکستان، ارجنټینا، مصر، ګانا، کینیا، تیونس او ترکیه هغه هېوادونه دي چې په اړه یې د دېوالیه کېدو اندېښنې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان روان کال د چارو چلولو لپاره ۳۲ اربه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري خو دولتي بانک د جنورۍ پر ۱۲مه وویل چې د بهرنیو پیسو زېرمې یې څه د پاسه ۴ اربه ډالرو ته ښکته شوې دي.

شنونکي دا حالت خورا اندېښمنوونکی بولي، خو د پاکستان حکومت او د خزانې وزیر په بیا بیا ویلي دي چې د اقتصاد سمولو ته ژمن دي او په دې لړ کې یې هڅو ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG