د لاسرسي ځای

تازه خبر

انس حقاني: د نجونو ټول ښوونځي نېږدې راتلونکې کې بیا پرانیستل کېږي


انس حقاني د مې پر څلورمه د خوست غونډې ته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستو نېټه و نه ښووله خو زیاته یې کړه چې دا کار به ژر وشي.
انس حقاني د مې پر څلورمه د خوست غونډې ته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستو نېټه و نه ښووله خو زیاته یې کړه چې دا کار به ژر وشي.

د طالبانو د مذاکراتي ډلې غړي انس حقاني ویلي دي چې د نجونو زده کړه د افغانانو شریکه غوښتنه ده او په "نېږدې راتلونکې" کې به د نجونو لپاره تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي بیا پرانیستل شي.

نوموړي د مې پر څلورمه په خوست کې د ځوانانو او مدني فعالانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، په بېلابېلو ولایتونو کې دیني عالمانو له اسلامي او افغاني فرهنګ سره سم، د نجونو د زده کړو غوښتنه کړې ده. "هېڅوک باید دا فکر و نه کړي چې یو مشروع کار د اسلامي نظام له لوري بندېږي او یا به ښځې او نجونه چې د خپلو هېوادوالو د خدمت لپاره تعلیم کوي، تعلیم ته نه پرېښوول کېږي."

حقاني دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې طالبان پر نړیوال کچ له انتقاد او سخت فشار سره مخامخ دي خو هغوی وايي، پر دې موضوع یې بحث ته دوام ورکړی دی او دا چې هڅه کوي چې د نجونو د تعلیم لپاره مناسبه فضا برابره کړي.

د طالبانو مخکښ مشر انس حقاني وویل، د طالبانو حکومت د نجونو د زده کړو پر سر "تخریبېږي او خلک مایوسه شوي دي او تر ډېره یې مایوسي پر ځای ده."

ده وویل، د نجونو د تعلیم "مشکل" په "نېږدې راتلونکې" کې حل شي خو تر شپږم ټولګي وروسته د نجونو د مکتبونو د بیا پرانیستو نېټه یې و نه ښوده.

د مې پر څلورمه د خوست غونډې ته یوشمېر ځوانان او فعالان ورغلي ول.
د مې پر څلورمه د خوست غونډې ته یوشمېر ځوانان او فعالان ورغلي ول.

حقاني زیاته کړه چې پخوا هم د پوهنې وزارت له خوا د نجونو د ښوونځیو د بندېدو خبره نه وه شوې، بلکې "تر امر ثاني پورې يې د ځنډېدو یادونه" شوې وه.

په افغانستان کې د مارچ پر ۲۳مه د نوي ښوونیز له پیلېدو سره سم، تر شپږم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي پرانیستل شول، خو طالبانو پر خپلې ژمنې سربېره تر هغې وروسته د نجونو ښوونځي بیا خلاص نه کړل.

د افغانستان ګوښه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د مې لومړې پر ماښام د کوچني اختر په مناسبت پر فېسبوک په غږیز پیغام کې په افغانستان کې د تعلیم او لوړو زده کړو پر موضوع وغږېد او ټینګار یې وکړ چې د نجونو د زده کړو عمل بیان دوام ومومي.

طالبان چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان واکمن شول نو د نجونو پر مخ یې تر شپږم ټولګي وروسته ښوونځي او پوهنتونونه وتړل.

تر هغې څه موده وروسته په ځینو ولایتونو کې د نجونو زده کړې پیل شوې او د روان کال په فبرورۍ کې په پوهنتونونو کې هم د نجونو تعلیم بیا پیل شو.

XS
SM
MD
LG