د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست نجونه د تعلیم اسانتیاوې غواړي


په خوست کې نجونه د کانکور ازموینو پرمهال - د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل ۲۰مې انځور.
په خوست کې نجونه د کانکور ازموینو پرمهال - د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل ۲۰مې انځور.

د افغانستان په خوست ولایت کې نجونه او ښځې د زده کړو او کار د مناسبو فرصتونو غوښتنه کوي.

دا غوښتنه نجونو او ښځو د اپرېل پر ۲۰مه د النور روغتیايي زده کړو په انسټیټیوټ کې د ګډون په خاطر د کانکور د ازموینو په څنډه کې له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وکړې.

د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته طالبانو د نجونه تر شپږم ټولګي پورته صنفونه تړلي دي.

د کانکور یوه ګډونواله بسمینه وايي، باید په افغان ټولنه کې د ښځو زده کړو ته پام ډېر شي. "غوښتنه مو داده چې په خوست کې، په خاصه توګه د نجونو او ښځو لپاره په ښوونځيو، انسټیټیوټونو، لېسو او پوهنتونونو کې روزنې ته توجه ډېره شي. [حکومت] باید موږ ته د زده کړو په بهیر کې د ګډون چانس راکړي. هغه خویندې چې په کورونو ناستې دي، د هغوی لپاره دې ښوونځي پرانیستل شي، یعنې موږ ته د پرمختګ چانس راکړي."

د انسټیټیوټ یوه زده کوونکې مریم د ښځو زده کړه اړینه ګڼي او غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت دې د زده کړو شرایط برابر کړي.

نوموړې زیاتوي چې که يوه ښځه ډاکټرې ته ورشي نو هغه به يې د ډاکټر پرتله ښه درملنه وکړای شي.

د کانکور یوې ګډونوالې عالیې مشال راډیو ته وويل چې د شریعت او قانون له مخې ښځې او سړي په یو ډول د زده کړو د حاصلولو حق لري چې ښځې ورڅخه اوسمهال بې برخې دي. "له [حکومته] مو هیله ده چې په خصوصي او دولتي برخو کې انسټیټیوټونه جوړ کړي، ځکه چې موږ خویندې زده کړو ته ډېره اړتیا لرو."

د طالبانو حکومت په بیا بیا ویلي دي چې د نجونو د زده کړو د لازمو شرایطو تر برابرولو وروسته به یې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي بیا پرانیزي خو پر ژمنه سربېره یې سږ کال د مارچ پر ۲۳مه د نجونو مکتبونه بیا خلاص نه کړل.

د خوست نجونه زده کړې خپل شرعي او قانوني حق ګڼي - د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل ۲۰مې انځور.
د خوست نجونه زده کړې خپل شرعي او قانوني حق ګڼي - د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل ۲۰مې انځور.

د زده کوونکو یوه بله غوښتنه د ښه تعلیم په خاطر د عملي زده کړو د زمینو برابرول دي.

د النور روغتیايي زده کړو انسټیټیوټ مرستیال محمد اکبر نوري وايي، دوی د زده کوونکو لپاره د نظري او عملي زده کړو ټول لازم فرصتونه برابر کړي دي. " له ۲۳۳ تنو [زده کوونکو] څخه [مو] د کانکور ازموینه واخیسته چې ۹۶ پکې [نجونه] دي. دوی به په څلورو مختلفو څانګو کې د نظري زده کړو تر څنګ په عملي برخه کې هم روزل کېږي. دوی ته د خوست په مختلفو کلېنېکونو او لابراتوارونو کې عملي روزنه هم ورکول کېږي."

خوست د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې پکې تعلیم په تېرو څه د پاسه ۲۰ کلونو کې خورا پرمختګ کړی دی او له درې لکه زده کوونکو څخه یې یو لک نجونه دي.

په وروستیو کې چې په افغانستان کې بې کاري زیاته شوې او په حکومتي ادارو کې د کار کولو فرصتونه کم شوي، حرفوي او روغتیايي زده کړو ته د ښځو او سړیو وو لیوالتیا ډېره شوې ده.

XS
SM
MD
LG