د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو اېن اېچ سي ار: افغانان د خوارځواکۍ له لوی بحران سره مخامخ دي


یوشمېر خلک په کابل کې له یوه نانوايي دباندې ډوډۍ ترلاسه کوي - د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ ۳۱مې انځور.
یوشمېر خلک په کابل کې له یوه نانوايي دباندې ډوډۍ ترلاسه کوي - د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ ۳۱مې انځور.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په افغانستان کې ګڼ خلک د خوړو له نامصوونیت او د خوارځواکۍ له لوی کړکېچ سره مخامخ دي.

یو اېن اېچ سي ار د اپرېل پر ۱۰مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې دې بحران تر ټولو زیات ښځې او ماشومان ځپلي دي او ډېری ماشومان د کورنیو د مالي ملاتړ په موخه د ښوونځیو پرېښودو او ګداګرۍ ته اړ شوي دي.

هغې ادارې ویلي دي چې په افغانستان کې مېلیونونه خلک له لوږې سره مخامخ دي.

یو اېن اېچ سي ار په وروستیو کې په هغه هېواد کې د ښځو پر وضعیت هم اندېښنه ښوولې ده. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مارچ کې په یوه رپورټ کې ویلي چې سږ کال ۳۴۰ مېلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري چې له اړمنو او افغانستان ته له ورستنېدونکو کډوالو سره مرسته وکړي.

په رپورټ کې راغلي چې له دې پیسو څخه یې تر اوسه څه باندې ۱۰۳ مېلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.

اخوا د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) هم وايي چې د افغانستان شاوخوا ۲۳ مېلیونه وګړي خوراکي توکو ته اړتیا لري.

د هغې ادارې په وینا، په افغانستان کې شاوخوا نهه مېلیونه وګړي د خوړو له نه مصوونیت یا نه خوندیتوب سره مخامخ دي.

ملګرو ملتونو له هغه هېواد سره د څلور اربه ډالرو د مرستو غوښتنه کړې وه خو دوه اوونۍ مخکې په جینیوا کې له افغانستان سره د مرستو په غونډه کې نړیوالو د څه د پاسه دوه اربه ډالرو د مرستې ژمنه وکړه.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم، د هغه هېواد اقتصاد ودرېد او له نړیوال مالي نظامه ووت. همداراز، په ښارونو کې لکونه خلک چې په بېلابېلو حکومتي او ناحکومتي دفترونو او ادارو کې یې کار کاوه، بې روزګاره شول.

د نړۍ هېڅ یوه هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو لسګونه هېوادونو او سازمانونو له افغانانو سره د مرستو ژمنې کړې دي.

XS
SM
MD
LG