د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ټول پاکستان کې د زده کوونکيو احتجاج


په ټول پاکستان کې د زده کوونکيو احتجاج
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:29:37 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په ځوانانو غږ خپرونه کې مو د مترقي او جمهوري زده کوونکو د اتحاديو او ځينو سياسي ګوندونو له سازمانونو سره خبرې کړي. دوی د نومبر پر ۲۷مه په ټول پاکستان کې احتجاج کړی و. دوی د هېواد په پوهنتونونو کې د زده کونکو اتحادیو د بحالولو، د جنسي ځورونو د مخنیوي، په فیسونو کې د کموالي او نورو اسانتياو غوښتنه کوي. دوی وايي، تېر کال يې هم پر ياده ورځ دغه راز احتجاج کړی و خو حکومت يې تر دې دمه غوښتنې نه دي منلي. له موږ سره مېلمانه وو په لاهور کې د مترقي او جمهوري زده کوونکو اتحاديو د مشترکه اېکش يا اجرايوي کمېټې منتظم مزمل خان کاکړ، په کوټه کې هم د دې کمېټې يوه غړې ولسمينه بيړيسی، مترقي زده کوونکو د سازمان يو مخکښ شفيق ګېګياڼی او د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف د اجرايوي کمېتې غړی او هم د دې ګوند د زده کوونکو د سازمان پخوانی مشر اخونزاده حسېن. د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.

XS
SM
MD
LG