د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: کووېډ-۱۹ ناروغۍ پر یوه ورځ ۱،۲۶۷ کسان وژلي


امریکا کې د مړینې کچ له مې میاشت راهیسې لوړ شوی
امریکا کې د مړینې کچ له مې میاشت راهیسې لوړ شوی

په امریکا کې د جولای پر ۲۹مه له کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه ۱،۲۶۷ نور کسان مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هیواد په جنوبي او غربي برخو کې تېره میاشت د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر زیات شو او تر اوسه پکې د کمي نښې نشته.

د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون له شمېر سره سم، په امریکا کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ د وژلیو شمېر تر یو نیم لاکو اوښتی او د مړینې کچ له مې میاشت راهیسې لوړ شوی دی.

په اېریزونا، کیليفورنیا، فلورېډا او ټیکسس ریاستونو کې د کورونا وایرس پېښې له پرله پسې درو اوونیو راهیسې زیاتېږي.

په نړۍ کې د کورونا وایرس کېسونو شمېر شاو خوا ۱۷ میلیونه ته رسېدلی دې.

بلخوا د امریکا د کانګرس یو بل غړی کورونا وایرس وهلی.

تر هغې وروسته، د امریکا استازو جرګې مشرې نینسي پلوسي د ټولو غړو لپاره د کانګرس ودانۍ دننه د ماسکونو په مخ کول لازمي وګرځول چې د جولای له ۳۰مې سهار اتو بجو څخه عملي کېږي.

پلوسي دا اعلان د جولای پر ۲۹مه تر هغې وروسته وکړ چې په استازو جرګه کې د ټېکسس استازي او د رېپبلکن ګوند په غړي لوي ګومرټ کې د کورونا وایرس تصدیق وشو.

پر نوموړي همکارانو د ماسک یا تمبوزک نه په مخ کولو له وجې تنقید کاوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG