د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې برمته پینځه مزدوران خوشې شول


مزدوران د جون پر ۲۷مه له منځنۍ کورمې تښتول شوي ول.
مزدوران د جون پر ۲۷مه له منځنۍ کورمې تښتول شوي ول.

د کورمې ضلعې پولیس چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې له منځنې کورمې څخه تښتول شوي پینځه مزدوران یې خوشې کړي دي.

دا مزدوران د موبایل ټېلېفوني شبکو د ستنو لګولو لپاره هغې سیمې ته ورغلي ول چې د جون پر ۲۷مه وسله والو وتښتول.

هغه مهال ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي وو چې وسله والو ۱۶ مزدوران نیولي ول چې وروسته یې ۱۰ ورڅخه خوشې کړل خو شپږ نور کسان چې د کورمې اوسېدونکي نه ول، یې له ځانه سره یوړل.

انتظامیه تور پورې کوي چې طالبانو مزدوران تښتولي ول، خو تحریک طالبان پاکستان د هغوی د تښتولو ذمه واري نه ده منلې.

د جولای پر ۱۵مه د سیمې د پولیسو مشر طاهر اقبال مشال راډیو ته وویل، وسله والو مزدوران په اورکزیو کې د ماموزو او خادیزو ترمنځ د شینکي په نوم سیمې ته وړي ول چې امنیتي سرتېرو یې د خوشې کولو لپاره عملیات وکړل.

نوموړی وايي، له شپږو تښتول شویو مزدورانو څخه یې د یو مړی څلور ورځې وړاندې موندل شوی وو او پینځه تنه یې تر عملیاتو وروسته له وسله والو خلاص کړي.

تښتونکو په یوه ویډیويي پیغام کې د یو تن په سر د ۲۰ لکه روپیو تاوان غوښت او ګواښ یې کړی وو چې که پیسې ور نه کړي نو و به یې وژني.

خو طاهر اقبال وايي، مزدوران په عملیاتو کې خوشې شوي او وسله والو ته یې تاوان نه دی ورکړی.

دی وايي، د عملیاتو پر مهال د وسله والو په ‌ډزو کې د پوځ د یوه کپتان په ګډون دوه سرتېري وژل شوی او بل یې ژوبل شوی دی.

خپلواکه سرچینو د جولای پر ۱۵مه په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د نښتې خبر نه دی ورکړی خو تر دې درې ورځې مخکې پوځ د کورمې په زاوه سیمه کې په نښته کې د دوو سرتېرو او درې وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی وو.

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جولای پر ۱۳مه په بیان کې ویلي ول چې امنیتي ځواکونو د جولای پر ۱۲مه په سیمه کې د وسله والو د موجودګۍ د معلوماتو تر حاصلولو وروسته هلته عملیات وکړل.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني نښته تایید کړې وه خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه ول ویلي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG