د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه: وسله والو شپږ مزدوران تښتولي دي


په کورمه کې پولیس چارواکي وايي چې ناڅرګندو وسله والو د جون پر ۲۷مه نېټه (پرون) د موبایل ستنو (ټاور) لګوونکي شپږ مزدوران تښتولي دي.

د پوليسو مشر طارق اقبال بېګا مشال راډيو ته وويل چې پېښه په ليرې پرته سيمه کې شوې ده نو ځکه له دوی سره بشپړ معلومات نه شته او په وينا یې، پوليس د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې له سنګړويي سره نږدې له درانړی شګۍ سيمې څخه نامعلومه وسله والو ۱۸ مزدوران تښتولي چې پکې په وينا يې ۱۰ کسان وروسته پرېښودل شول. هېچا تراوسه د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG