د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې له تښتول شویو ۶ کسانو څخه د یو مړی موندل شوی


پولیس وايي
پولیس وايي

د منځنۍ کورمې په سام سيمه کې د سکرو (کويلې) له يو کان سره نېږدې د یو کس مړی موندل شوی دی.

چارواکو ویلي دي چې په مرمیو ویشتلی جسد د خیبر پښتونخوا د اکوړي د محمد کاشف دی چې د جولای پر ۱۱مه یې موندلی دی.

د سيمې د پولیسو مشر طاهر اقبال د جولای ۱۱مې شپې ناوخته مشال راډیو ته وويل چې نوموړی د جون پر ۲۷مه له پينځو نورو کسانو سره تښتول شوی وو.

د ده په خبره، د نورو تښتول شویو کسانو په اړه هېڅ معلومات نه لري ځکه چې هغه سیمه ډېره لیرې ده او د رابطې څه ذريعه نشته.

اقبال وايي، کله چې پولیسان د مړي موندل کېدو له ځایه ورستانه شول نو له رسنیو سره به نور معلومات شریک کړي.

دوه اوونۍ وړاندې ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي وو چې وسله والو ۱۶ مزدوران هغه مهال له سنګړوي سره نېږدې له ځان سره بیولي ول چې کله هغوی په سیمه کې موبایل ستنې (ټاورې) لګولې.

د دوی په وینا، وسله والو هغه مهال ۱۰ مزدوران پرېښي ول خو شپږ نور کسان چې د کورمې اوسېدونکي نه ول، یې له ځانه سره یوړل.

له دوی څخه یې د محمد کاشف مړی د اتوار پر ورځ وموندل شو او پاتې پينځه مزدوران - د دیر محمد انس او امداد خان، د اکوړي محمد اصف او ګل فراز او د چارسدې محمد فرمان - لا هم ورک دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې مزدوران چا تښتولي او د دې پېښې ذمه واري هم چا نه ده منلې.

دراڼۍ شګۍ او سام د منځنۍ کورمې د ظهمشتو په حدودو کې پرته ده چې په تېرو وختونو کې پکې د پاکستان پوځ د وسله والو ډلو پر وړاندې عملیات هم کړي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG