د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمن کې د کرکټ لوبغاړي تر وژنې وروسته احتجاج شوی


چارواکي وايي، برید د کلا عبدالله په چمن ښار کې شوی.
چارواکي وايي، برید د کلا عبدالله په چمن ښار کې شوی.

چارواکي وايي، د بلوچستان په چمن ښار کې وسله والو د کرکټ یو لوبغاړی وژلی دی.

د کلا عبدالله انتظامي مشر طارق جاوېد مېنګل د اپرېل ۱۷مې شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل چې ۲۵ کلن محمد نعیم پر موټرسایکل سپور وو او مازیګر مهال له ښاره کور ته روان وو چې حاجي اکبر کلي ته نېږدې ورباندې وسله والو برید وکړ.

تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړی چا وژلی دی.

تر پېښې وروسته د نعیم خپلوانو احتجاج پیل کړ او د هغه مړی یې د ډېپټي کمېشنر مخې ته کښېښود.

مظاهره کوونکو ویل چې د وسله والو تر ګرفتارۍ پورې خپل پرلت ته دوام ورکوي.

دوی وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې په چمن کې ناامني زیاه شوې.

د کلا عبدالله انتظامي مشر مېنګل وايي، پرلتوالو سره یې د خبرو لپاره اسېسټنټ کمېشنر سلیم کاکړ ورواستاوه خو هغوی احتجاج ختم نه کړ.

خو پیشلمي مهال د چمن انتظامي چارواکو او د پرلتوالو ترمنځ تر خبرو وروسته هغوی احتجاج پای ته ورساوه.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو د کرکټر محمد نعیم پر وژنه خواشیني ښوولې او د کلا عبدالله له چارواکو څخه یې رپورټ غوښتی دی.

په قامي اسمبلۍ کې د کلا عبدالله استازي او د جمیعت علمای اسلام سیاستوال مولانا صلاح الدین ایوبي د اپرېل پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، له دې پېښې ښکاري چې ځینې کړۍ د چمن امنیت خرابول غواړي.

د ده په خبره، حکومت ته یې په بیا بیا ویلي چې د دې ډول پېښو مخنیوي لپاره دې اقدامات وکړي.

هلته د چمن انتظاميې له مظاهره چیانو سره ژمنه کړې چې په ۱۰ ورځو کې به د محمد نعیم په وژنه کې ککړ کسان ونیسي، د چمن په نهو برخو کې به د لېویز ځواک پوستې جوړې کړي او د نشه يي توکو پلورونکو پر ضد به هم عملیات پیل کړې.

بلې خوا ته د اپرېل پر ۱۸مه د نعیم جنازه وشوه او مړی یې په چمن کې خاورو ته وسپارل شو چې پکې د سیمې یو شمېر کرکټرانو برخه واخیسته.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG