د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان اسمبلۍ غړو د امنیت پر خرابېدو اندېښنه ښکاره کړه


د نومبر پر ۲۷مه دغه غونډه د سپیکر عبدالقدوس بزنجو په مشرۍ کې وشوه.
د نومبر پر ۲۷مه دغه غونډه د سپیکر عبدالقدوس بزنجو په مشرۍ کې وشوه.

په بلوچستان اسمبلۍ کې، د صوبې د امنیت د صورتحال په اړه د بحث پر مهال د اسمبلۍ غړو وویل، حکومت له پکار دي چې د نا امنۍ د لرې کولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

د نومبر پر ۲۷مه دغه غونډه د سپیکر عبدالقدوس بزنجو په مشرۍ کې وشوه. اسمبلۍ د یو ګډ قرارداد په منظورولو سره د بلوچستان د سوداګرو د ټولنې د پخواني جنرل سېکرټري الله داد ترین د وژنې غندنه وکړه. نوموړی څو ورځې وړاندې د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی و.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اسمبلۍ د غړي نصرالله زیري لخوا تحریک التوا وړاندې شو چې پکې وویل شول، له تېرو دوو میاشتو راهېسې د بلوچستان په سر ښار کوټه او نورو ښارونو کې امنیتي وضع سخته خرابه شوې ده. د نوموړي په وینا پولیسو نه حالات ښه کړي او نه یې هم تر اوسه څوک نیولي دي.

که څه هم د تحریک التوا د وړاندې کېدو پر مهال د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو د اسمبلۍ په تالار کې نه و موجود خو د کابینې یو بل وزیر میر سلیم کوسا په دې موقع وویل، حکومت په دې هڅه کې دی چې د حاجي الله داد ترین وژونکي زر تر زره ونیسي.

حاجي الله داد ترین نه یواځې د بلوچستان د سوداګرو د ټولنې جنرل سېکرټري و بلکې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند فعاله غړی هم و. نوموړی د نومبر د میاشتې په نهمه نېټه د پشین په علیزو کلي کې په ډزو ووژل شو.

هغه مهال د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني پر دې پېښه خواشیني ښکاره کړې وه او د وژونکو د زر نیولو هوډ یې ښکاره کړی و خو تر دې دمه په دې قضیه کې هېڅوک نیول شوي نه دي.

یاده دې وي چې د نومبر پر ۲۸مه په چمن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم جلسې ته د وینا پر مهال ویلي وو، د چمن سوداګر او مشران تښتول کېږي او وژل کېږي چې دوی یې له حکومته پوښتنه کوي چې ولې یې د دې کار مخنیوی نه دی کړی؟

XS
SM
MD
LG