د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چمن کې بمي چاودنې لږ تر لږه ۵ کسان وژلي دي


پخوانی انځور - په چمن کې وخت په وخت د ناامنیو پېښې کېږي
پخوانی انځور - په چمن کې وخت په وخت د ناامنیو پېښې کېږي

د بلوچستان په چمن کې د رېموټ کنټرول بم چاودنه شوې چې پکې لږ تر لږه پېنځه کسان وژل شوي او ۲۰ ژوبل دي.

د چمن یو انتظامي مشر ذکا الله درانی وايي، چاودنه د اګست پر ۱۰مه د ښار پر مال روډ هغه مهال شوې چې په بازار کې د خلکو ګڼه ګوڼه وه.

اسېسټنټ کمېشنر دراني مشال راډيو ته وویل، په ژوبلو کې د اووه کسانو روغتیايي حالت ښه نه دی نو ځکه یې د کوټې روغتون ته انتقال کړل.

د ده په خبره، لومړنۍ پلټنې ښيي چې د برید هدف د نشه يي موادو ضد د مبارزې ادارې (اینټي نارکاټېکس فورس – اې اېن اېف) ګاډی وو.

دی وايي، بم په یوه موټرسایکل کې ایښوول شوی وو او ګاډی چې له سړکه تېرېده ورباندې چاودنه وشوه.

درانی زیاتوي چې په ژوبلو کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې دوه کارکوونکي هم شامل دي.

د حزب الاحرار په نوم یوې وسله والې ډلې د حملې ذمه واري منلې.

د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال دا د ترهګرۍ پېښه بللې او په بیان کې یې ویلي چې د دې بریدونو موخه د سیمې امنیت خرابول دي.

نوموړي اړونده چارواکو ته د پېښې د پلټنو د رپورټ ورسپارلو امر کړی دی.

چمن له افغانستان سره پر پوله پروت ښار دی چې پکې وخت په وخت د ناامنیو پېښې کېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG