د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترین: ای اېم اېف به ژر پاکستان ته پور ورکړي


د ای ایم ایف لوګو.
د ای ایم ایف لوګو.

د مالي چارو لپاره د پاکستان د وزیراعظم سلا کار وايي له نړیوال مالي فنډ (ای ایم ایف) څخه د پور د اخیستو عمل یې بشپړېدو ته نېږدې شوی دی.

شوکت ترین د نومبر پر ۱۶مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې په دې لړ کې ورته ای اېم اېف د پینځو شرطونو فهرست ورکړی چې پکې درې شرطونه یعنې د پاکستان د سټېټ بېنک خپلواکي، د ټیکس استثنا ختمولو قوانین او د توانايۍ (بجلي، ګیس او پیټرولیم مصنوعات) په نرخونو کې اضافه حکومت عملي کړې او پاتې دوه شرطونه یعنې مالي تګلاره او د روپۍ نرخ ټاکل به د هېواد مرکزي بېنک کوي.

نوموړي هیله ښودلې چې د ای اېم اېف د ډایرېکټرانو بورډ په راتلونکې غونډه کې به پاکستان ته د قرضې منظوري ورکړل شي.

خو په خیبرپښتونخوا کې د تاجرانو د اتحادیې مشر مهر الهي د چارشنبې په ورځ مشال رېډیو ته وویل چې د سېلز ټیکس استثنا ختمول به د تاجرانو ترڅنګ په عام ولس هم بد اغېز وکړي:

“په موږ ۱۷ فیصده سېلز ټیکس اضافي او جبري لګوي. مونږ وایو چې کوم سامان یا مواد چرته تیار شي نو په هغې هم هلته حکومت ته ټیکس ورکړل شوی، تاسو په دویم وار څنګه ټیکس لګوئ؟ دوکاندار به د اضافي ټیکس دغه پیسې د ګاهک نه وصولوي خو په دې به هر وخت د دوکاندار او کاهګ جګړه وي. د دې تر څنګ چې ګراني زیاتیږي نو زموږ کاروبار هم ورسره کمېږي اوس هم ډیر دوکانداران هسې ناست دي او د ګرانۍ او بې روزګارۍ له وجې ورته زیاتره خلک نه ورځي.”

مهر الهي وايي حکومت دې د سېلز ټیکس استثنا ختمولو پرځایې په دوکاندارانو د امدن ټیکس عملي کړي نو دا راز به د تاجرانو تر څنګ، عام ولس او حکومت ته هم ګټه وي.

د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ د خونې (سرحد چېمبر اف کامرس) مشر حسنېن خورشید احمد مشال رېډیو ته وویل چې د ای ایم ایف د قرضې د شرطونو په اړه سودګران ډیر اندېښمن دي:

“څو ورځې وړاندې د شپې مهال حکومت د بجلۍ قیمت زیات کړ او ورپسې بله شپه یې د تیلو نرخونه وخېژول. نو مونږ فکر کوو چې حکومت په پنځو کې دوه خبرې عملي کړي خو د پاتې درېو خبرو موږ ته معلومه نه ده چې په سوداګرو به څه بم غورځوي. د دې هر څه بوج اخر په عوامو راځي. زه خو کارخانه لرم چې نن یو شی په لس روپۍ جوړوم او یوه روپۍ نوی ټیکس راباندې لګي نو پر خلکو به د لسو روپیو څیز په یوولس خرڅوم. خو د دې هر څه په کاروبار بد اثر کېږي او موږ په دې هکله ډېر پرېشان یوو.”

حسنین خورشید احمد زیاتوي چې د حکومتي غیر یقیني مالي تګلارو له وجې ځینې سوداګرانو خپل کاروبارونه بهر هېوادونو ته منتقلول شروع کړي دي.

بلخوا د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د اقتصادياتو استاد ډاکټر معراج الحق وايي د ای اېم ایف په پینځو کې دوه شرطونه یعنې د ګیس بجلۍ او پیټرولیم په نرخونو کې اضافه او د ځینو ټیکسسونو بیرته لګول ولس نېغ په نېغه اغېزمنوي او پاتې درې یې څه موده پس په غیر مستقیم ډول متاثره کوي. نوموړي وویل:

“د پاکستان په روان حساب یا کرنټ اکاونټ کې خساره ده، حکومت هڅه کوي چې دا کمه کړي خو لا هم نه ده کمه شوې. دا هېواد چې بهر هېوادونو باندې کوم مالونه او مواد خرڅوي یعنې برامد کوي نو د هغې نه زیات له بهر هېوادونو اخلي یعنې در امد کوي. مطلب دا چې درامد له برامد نه زیات دی چې ورسره د پاکستان د بهرنۍ کرنسۍ حساب یا فارن ریزروز کمېږي نو ځکه دا هېواد مجبوره دی چې د دې خسارې مخنیوي لپاره له نړیوالو ادارو پور واخلي او په دې لړ کې هر ډول شرطونه ومني.”

ډاکټر معراج الحق هم دا راز وویل حکومت ته پکار ده چې له خسارې څخه د وتلو لپاره خپل لګښتونه او د درامداتو په مقابله کې برامدات کم کړي.

خو د سېشنبې په ورځ اسلام اباد کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال شوکت ترین وویل چې حکومت په پرمختیايي کارونو هم خپل لګښت کم کړی او که د پخوانیو قرضونو د قسطونو ورکولو نه بغیر وکتل شي نو د حکومت په بجټ کې خساره نه راځي.

XS
SM
MD
LG