د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست میشتې وزیرستاني کډوال مرستې غواړي


دوی وايي، له ښاره د توکو د رانیولو اقتصادي توان نه لري او غوښتنه کوي، چې د تېرو کالونو په شان دې، هغوی سره هره میاشت د خوراکي توکو مرسته وشي.
دوی وايي، له ښاره د توکو د رانیولو اقتصادي توان نه لري او غوښتنه کوي، چې د تېرو کالونو په شان دې، هغوی سره هره میاشت د خوراکي توکو مرسته وشي.

د خوست په ګلان کېمپ کې میشت وزیرستاني کډوال بې کاري، غریبي او د سرپناه نشتون د خپلو بنیادي ستونزو په توګه یادوي.

دوی وايي، له ښاره د توکو رانیولو وس نه لري او غوښتنه کوي، چې د تېرو کالونو غوندې دې هره میاشت د خوراکي توکو مرسته وشي.

د کډوالو غوښتنې

د جون پر ۱۵مه د وزیرستانیو کډوالو قومي مشر ملک داود مشال راډیو ته وویل، پخوا به هر کال وزیرستانیو کډوالو سره نقدي مرسته کیدله، خو دا دوه کاله ورباندې بند شوې ده.

دی زیاتوي، اوس چې د دوی اقتصاد ډېر خراب شوی، نو غوښتنه يې داده چې یاده نقدي مرسته ورته بېرته پیل شي.

ملک داود د وزیرستانیو کډوالو ځینې نورې ستونزې هم یادې کړې:

"په دې ګرمي کې په ترپالونو کې وخت تېرول ډېره لویه ستونزه ده، نو دا مهرباني دې وکړي چې ټوله سروې دې وکړي او ټولو ته دې سرپنا تابیا وشي، هېڅوک باید په کې پاتې نه شي هر کورنۍ ورته اړتیا لري، بل دې له دوی سره د خوراکو توکو مرسته دوامداره او میاشتنۍ شي."

خوست کې د وزیرستاني کډوالو ژوند
خوست کې د وزیرستاني کډوالو ژوند

ملک داود زیاتوي، د دوی د بیمارانو لپاره په کیلینک کې لازم دارو درمل هم نشته، نو دا دې هم ورته ورسول شي.

د وزیرستانیو کډوالو یو بل مشر ملک جمشید مسید وايي، د دوی د ځوانانو ډېره برخه کار او بوختیا نه لري او د خپلو کورنیو د اقتصادي ستونزو په حلولو کې مرسته نه شي کولای.

دی زیاتوي، هغه شمېر ځوانانو چې حرفوي زده کړې يې کړي هغوی هم د اسنادو د نشتون له کبله نشي کولای، چې په مارکیټ کې ځانته کاروبار پیدا کړي.

ملک جمشید مسید دا هم وویل، د ګلان کېمپ وچ ډاګ دی، که چیرې دوی ته د نیالګیو د کېنولو پروژه ورکړل شي، نو له یوې خوا به يې ځوانان په کې بوخت شي او بل لوري ته به دا سیمه شنه او اباده شي.

خوست کې د وزیرستاني کډوالو ژوند
خوست کې د وزیرستاني کډوالو ژوند

د ګلان کېمپ اوسېدونکی عبدالله وزیرستاني په غلام خان بندر باندې په تګ او راتګ کې ستونزې یادوي او د حلیدو غوښتنه يې لري:

"زموږ مساپر وروڼه دي، چې دوی ګلان کېمپ رادرومي، بیا په پوله باندې دوی ته ډېره ستونزه وي، یا له دې ځایه بیماران میرانشاه، بنو یا پېښور ته ځي، دوی ډېر د تکلیف سره مخامخ وي، ځکه چې په سرحد باندې دوی ته په انټری کې ډېر مشکلات وي، د خلکو لپاره دې یو څه سهولت جوړ کړي، اوس ورته د ضرورت وړ اسانتیاوې نشته. "


د وزیرستانیو کډوالو ستونزې مو د خوست د اړوندو حکومتي ادارو له چارواکو سره شریکې کړې.

د دوی د اسنادو په اړه د قومونو او سرحدونو چارو رئیس عبدالروف ننګیال وویل، هغه کسان چې غواړي کاروبار وکړي، کولای شي، سرحدونو وزارت ته مراجعه وکړي او د قانوني پروسیجر د مراحلو له بشپړولو وروسته قبایلي کارتونه ترلاسه کړي.

د خوست د کډوالو چارو رئیس محمدهاشم حلیم وزیرستانیو کډوالو د سرپناه د ستونزو او د میاشتنیو خوراکي توکو د مرستو د غوښتنو په باب وویل:

"په ګلان کېمپ کې د سرپناه د ترمیم پروسه به په نېږدې راتلونکې کې د یونسیار لخوا پیلیږي، د خوراکي موادو مرستې د څلورو میاشتو لپاره هغوی ته توزیع شوي دي او د پاتو څلورو میاشتو مرستې به هم په اینده کې ورته توزیع کیږي. "

خوست کې د وزیرستاني کډوالو ژوند
خوست کې د وزیرستاني کډوالو ژوند

حکومتي دریځ

د خوست د کډوالو رئیس زیاته کړه، نړیوال خوراکي پروګرام په روان ۲۰۲۱ ز کال کې وزیرستانیو کډوالو لپاره د ۸ میاشتو د خوراکي توکو د مرستو پلان لري، چې دا پلان به پلی شي.

بل لوري ته د شمالي وزیرستان د انتظامیې چارواکي وايي، چې د وزیرستانیو کډوالو د بیرته ستنیدنې د نوي پړاو د پیلیدو لپاره خبرې روانې دي.

د سیمې مرستیال کمیشنر شاهدعلي خان مشال راډیو ته ویلي، چې تر اوسه د وزیرستان ټولې سیمې تصفیه شوي نه دي، خو کار ورباندې روان دی.

د ده په وینا، هره ورځ د وزیرستانیو کډوالو د ضروري تګ او راتګ لپاره انټري کېږي.

XS
SM
MD
LG