د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ په کوټه کې جرګه کړې ده


د پښتون ژغورنې غورځنګ په کوربه توب جرګې ته ګڼ سیاستوالان، سوداګر او فعالان ورغلي ول - د جولای ۱۷مې انځور.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په کوربه توب جرګې ته ګڼ سیاستوالان، سوداګر او فعالان ورغلي ول - د جولای ۱۷مې انځور.

پښتون ژغورنې غورځنګ په سیند او بلوچستان کې پښتنو ته د ورپېښو ستونزو په اړه د بلوچستان په مرکز کوټه کې د "پښتون قامي جرګې" په نامه غونډه کړې ده.

د جولای پر ۱۷مه غرمه مهال پیل شوې جرګې ته په ځانګړې توګه دوو موضوعاتو ویناوالو خبرې کړې دي.

د جرګې د اجنډا لومړۍ موضوع په سیند صوبه کې د مېشتو پښتنو پر وړاندې تاوتریخوالی او دویمه موضوع د بلوچستان په زیارت او هنه وړک کې په مبینه توګه د پښتنو ځورېدنې دي.

په جرګه کې د بېلابېلو سیاسي نظریاتو لرونکو، سوداګرو او فعالانو ګډون وکړ.

د سیند پر تاوتریخوالي بحث

سیاستوال اورنګزېب کاسي په خپله وینا کې ویلي، په کار ده چې د پاکستان په نورو ښارونو کې د مېشتو پښتنو د تحفظ لپاره کمېټۍ جوړې شي.

د ده په وینا، د کمېټیو کار باید په سیند کې په وروستیو کې د شوي تاوتریخوالي په څېر په پېښو کې د پښتنو خوندیتوب باوري کول وي.

د انجمن تاجران یو غړي حاجي نصرالدین جرګې ته په وینا کې وویل چې پښتانه په سیند کې یوازې د دې لپاره مېشت دي چې مزدوري وګړي او روزي وګټي.

په جرګه کې په سیند کې د تاوتریخوالي ترڅنګ په بلوچستان کې د خلکو پر ستونزو هم بحث وشو.
په جرګه کې په سیند کې د تاوتریخوالي ترڅنګ په بلوچستان کې د خلکو پر ستونزو هم بحث وشو.

یو بل سوداګر قیوم اغا وویل چې د سیند په حیدراباد کې د دوو کسانو ترمینځ نښته شوې وه او په کار نه وه چې غبرګون "دومره پراخ" وای.

د وینا والو اشاره د سیند صوبې په حېدر اباد کې د یو سیندي تر وژل کېدو وروسته د سیندیانو او پښتنو ترمینځ هغه تاوتریخوالي ته وه چې لړۍ یې د بلوچستان یوشمېر پښتون مېشتو سیمو ته هم وغځېده.

د جولای پر ۱۴مه د سیند مرکز کراچۍ په ګډون په حیدراباد، کشمور او یوشمېر نورو ځایونو کې مظاهرې او د اخ و ډب پېښې وشوې. د تاوتریخوالي پېښې تر هغې وروسته شوې دي چې د جولای پر ۱۲مه د حیدراباد له بایپاس سړک سره نېږدې په یوه رستوران کې نښته شوې وه چې پکې په ډزو کې یو سیندی وګړی بلال کاکا ووژل شو.

پولیسو هغه مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې نښته د خوړو پیسو نه ورکولو پر سر شوې وه او دا چې د رستوران مالک په خټه پښتون دی. پولیسو ویلي چې د بلال کاکا د وژنې په تور یې د شاه سوار په نوم یو پښتون وګړی نیولی دی.

تر هغې پېښې وروسته د سیند په یوشمېر ښارونو کې پارېدلو خلکو په زور د پښتنو چایخانې او رستورانونه وتړل. پر ټولنيزو رسنيو يوشمېر داسې ويډيوګانې خپرې شوې چې د سيند په ځينو ضلعو کې ځينې ځوانان د پښتنو هټيو او رستورانونو ته ورځي او غوښتنه ورڅخه کوي چې دا هر څه دې سمدستي بند کړي او نور دې هلته کاروبارونه نه کوي.

د سيند پوليس وايي چې د جولای ۱۴مې مظاهرو او د خلکو مالونو ته د زيان رسولو په تړاو يې تر ۶۰ زيات کسان نيولي دي. په هغو کې ۴۰ کسان د کراچۍ له سهراب ګوټ سیمې څخه نیول شوي دي. بلخوا د سيند په دادو سيمه کې هم پولیسو د سينديو ملتپالو ګوندونو د اووه فعالانو د نیولو خبر ورکړی چې د دوی په وينا، په زور یې دوکانونه تړل.

د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو مسلې

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړي پارالدین جرګې ته په وینا کې پر یوه بېله موضوع خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه هرنايي کې هم خلک له ستونزو سره مخامخ دي.

ده وویل پخوا به یوازې په وردۍ کې خلک ورته او له دوی به یې ټیکس اخیستی او اوس د ده په وینا، د ورځې مهال "په وردۍ او د شپې په ساده جامو کې خلک" ورځي او ورڅخه باج غواړي.

ده وویل چې په هرنايي او زیارت کې هېڅ وسله واله او بېلتونپاله ډله وجود او فعالیت نه لري بلکې د ده په وینا، د دې هرڅه تر شا "خپله حکومت" دی.

مشال راډيو په خپلواکه توګه د نوموړي د دعوو تصدیق نه شي کولای او حکومت یې هم په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

خو په بلوچستان کې لېویز ځواک ویلي چې وسله والو په زیارت کې د پوځ یو کرنل تښتول او وژلي وو او په غبرګون کې یې چې دوی د لټون عملیات کول نو دوه مشکوک وسله وال یې ووژل.

په زیارت د پاکستان پوځ هېليکاپټر د الوت پر مهال - پخوانی انځور.
په زیارت د پاکستان پوځ هېليکاپټر د الوت پر مهال - پخوانی انځور.

دا تر هغې وروسته ده چې بلوڅ بېلتونپالې وسله والې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د جولای پر ۱۳مه په یوه بیان کې د کرنل لییق بېګ مرزا د تښتولو ذمه واري ومنله.

هغې ناقانونه ډلې د جولای پر ۱۴مه رسنیو ته په استولي دویم بیان کې ویلي ول چې پوځي افسر یې د جولای پر ۱۲مه د بلوچستان له زیارته له ځان سره بیولی وو او وروسته یې وژلی وو.

تر دې مخکې د بلوچستان لېویز ځواک د چارشنبې پر ورځ رسنیو ته په استولي بیان کې وویل، د پوځ افسر لییق بېګ مرزا د کورنۍ له غړو سره زیارت ته تللی وو چې د جولای ۱۲مې شپې مهال وسله والو وتښتاوه.

په بلوچستان کې په تېرو وختونو کې هم د سیاستوالانو، وکیلانو، ډاکترانو او کاروباریانو د تښتونې پېښې شوې دي چې یوشمېر یې خوشې شوي او د ځینو یې مړي موندل شوي دي.

له دې پرته د پاکستان په هغه جنوب لویدیز صوبه کې وخت په وخت د ناامنیو پېښې هم کېږي چې پکې د امنیتي سرتېرو په ګډون ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

XS
SM
MD
LG