د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند: په رستوران کې د تاوتریخوالي پېښې غبرګونونه پارولي دي


پښتانه د سیند مرکز کراچۍ په ګډون په یوشمېر ښارونو کې چایخانې او رستورانونه لري - پخوانی انځور.
پښتانه د سیند مرکز کراچۍ په ګډون په یوشمېر ښارونو کې چایخانې او رستورانونه لري - پخوانی انځور.

د سیند صوبې په حیدراباد کې په یوه رستوران کې نښتې او د یوه ځوان وژنې مظاهرې او غبرګونونه پارولي دي دي.

د حیدراباد پولیسو یوه چارواکي امجد شیخ د جولای پر ۱۳مه مشال راډيو ته وویل چې د جولای پر ۱۲مه له حیدراباد بایپاس سړک سره نېږدې په رستوران کې نښته وشوه او په ډزو کې د بلال په نوم یو کس ووژل شو او درې کسان ژوبل شول.

نوموړی وايي، نښته د خوړو د پیسو نه ورکولو په سر شوې. "موږ په دې اړه کار کوو او ډېر ژر به نور تورن کسان هم ګرفتار شي. په پېښه کې د ۱۰ کسانو ضد مقدمه درج شوې ده او د رستوران مالک نیول شوی دی. پلټنې مو پیل کړې دي. نښته رستوران کې د خوړو پیسو نه ورکولو په سر شوې ده او بیا پر هم هغه وخت د رستوران مالکانو ډزې کړې دي."

پولیس وايي، وژل شوی بلال ۳۵ کلن وو، په خټه سیندی وو او د رستوران مالکان پښتانه دي.

دې پېښې د صوبې په یوشمېر ښارونو کې مظاهرې وپارولې او په ځینو ځایونو کې قهرجنو مظاهره کوونکو په زور د پښتنو رستورانونه هم وتړل.

د سیند په یوشمېر ښارونو کې پښتانه چایخانې او رستورانونه لري. په حیدر اباد کې د یوې چایخانې او رستوران مالک ظفر خان ترین د جولای پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې تر پېښې وروسته په حیدراباد، جامشورو، میرپور خاص او نورو ضلعو کې د پښتنو پر رستورانونو حملې وشوې، پکې کارکوونکي وهل شوي او کاروبارونه یې په زور وتړل شول.

موږ به هېچا ته اجازه ور نه کړو چې په سیند کې د ژبې پر بنیاد تعصب خپور کړي.
مراد علي شاه

پر ټولنیزو شبکو هم یوشمېر ویډیوګانې خپرې شوې دي چې پکې ځینې ناپېژندلي کسان د رستورانونو او چایخانو چلوونکو ته د کاروبار تړلو او همداراز، د سیند صوبې پرېښودو ګواښونه کوي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د هغو ویډیوګانو د کره والي تصدیق نه شي کولای خو پښتنو ملتپاله ګوندونو له صوبايي حکومته غوښتي دي چې په هغه صوبه کې دې د پښتنو ځان او مال خوندي کړي.

په سیند کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر نذیر جان مشال راډیو ته وویل، هڅه کوي چې په هغه صوبه کې له ټولو ملتپاله ګوندونو سره رابطه وکړي ځکه چې په وینا یې دا ډول پېښې د سیندیانو او پښتنو ترمینځ د بې اتفاقۍ او اختلافاتو پیدا کولو باعث کېږي.

په سیند کې د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر شاهي سید په یوه بیان کې ویلي دي چې په هغه صوبه کې د پښتنو ضد د "کرکې کیمپېن کوونکو ناوړه عمل غندي" او دا چې د سیند حکومت باید د صوبې د امن خرابوونکو پرضد اقدام وکړي.

د صوبې اعلاوزیر مراد علي شاه د حیدراباد پر پېښه خپګان ښوولی دی او د بشپړو پلټنو ډاډ یې ورکړی دی.

نوموړي د جولای پر ۱۳مه په کراچۍ کې د خبري غونډې پر وخت د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، "موږ به هېچا ته اجازه ور نه کړو چې په سیند کې د ژبې پر بنیاد تعصب خپور کړي."

اعلاوزیر زیاته کړه چې د بلال په وژنه کې ککړ کسان به هرومرو د قانون منګولو ته سپاري.

XS
SM
MD
LG