د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند صوبه کې د سیندیانو او پښتنو ترمینځ د تاوتریخوالي پېښې؛ پوليسو تر ۶۰ زيات کسان نيولي


د تاوتریخوالي پېښې تر هغې وروسته شوې دي چې د جولای پر ۱۲مه د حیدراباد له بایپاس سړک سره نېږدې په یوه رستوران کې نښته شوې وه ــ انځور له ارشيفه
د تاوتریخوالي پېښې تر هغې وروسته شوې دي چې د جولای پر ۱۲مه د حیدراباد له بایپاس سړک سره نېږدې په یوه رستوران کې نښته شوې وه ــ انځور له ارشيفه

د پاکستان په سیند صوبه کې د سیندیانو او پښتنو ترمینځ د تاوتریخوالي پېښې روانې دي. د جولای پر ۱۴مه د سیند مرکز کراچۍ په ګډون په حیدراباد، کشمور او یوشمېر نورو ځایونو کې مظاهرې او د اخ و ډب پېښې وشوې.

د تاوتریخوالي پېښې تر هغې وروسته شوې دي چې د جولای پر ۱۲مه د حیدراباد له بایپاس سړک سره نېږدې په یوه رستوران کې نښته شوې وه چې پکې په ډزو کې یو سیندی وګړی بلال کاکا ووژل شو.

پولیسو هغه مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې نښته د خوړو پیسو نه ورکولو پر سر شوې وه او دا چې د رستوران مالک په خټه پښتون دی. پولیسو ویلي چې د بلال کاکا د وژنې په تور یې د شاه سوار په نوم یو پښتون وګړی نیولی دی.

تر هغې پېښې وروسته د سیند په یوشمېر ښارونو کې پارېدلو خلکو په زور د پښتنو چایخانې او رستورانونه وتړل. پر ټولنيزو رسنيو يوشمېر داسې ويډيوګانې خپرې شوې چې د سيند په ځينو ضلعو کې ځينې ځوانان د پښتنو هټيو او رستورانونو ته ورځي او غوښتنه ورڅخه کوي چې دا هر څه دې سمدستي بند کړي او نور دې هلته کاروبارونه نه کوي.

بلخوا پرون (د جولای پر ۱۴مه) د دا ډول کړنو په غبرګون کې د کراچۍ په سهراب ګوټ او د کراچۍ او حیدراباد پر لویه لاره مظاهرې او د اخ و ډب پېښې وشوې. مظاهره کوونکو د کراچۍ او حیدراباد ترمینځ لویه لاره تر اتو ساعتونو پورې تړلې وه.

د سيند پوليس وايي چې د تېرې ورځې لاريون او د خلکو مالونو ته د زيان رسولو په تړاو يې تر ۶۰ زيات کسان نيولي دي. په دې کې ۴۰ کسان د کراچۍ له سهراب ګوټ سیمې څخه نیول شوي دي. بلخوا د سيند په دادو سيمه کې پولیسو د سينديو ملتپالو ګوندونو د اوو فعالانو د نیولو خبر هم ورکړی چې د دوی په وينا په زوره یې دوکانونه تړل.

د سیند اعلا وزیر مراد علي شاه، یوشمېر صوبايي وزیرانو، د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر شاهي سید، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر نذیر جان او یوشمېر سیندیو ملتپاله سیاستوالانو پر دواړو خواوو د مظاهرو او د تاوتریخوالي د درولو غږ کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتين هم په اردو او پښتو ژبه د يوه ويډيويي پيغام له لارې پر دواړو خواوو د پرامنه اوسېدو ټينګار کړی دی او ويلي يې دي چې ستونزه دې د عدالت او قانون له لارې هواره کړل شي.

پر دې سربېره يو شمېر نورو فعالانو او د ژوند له بېلا بېلو څانګو سره تړليو خلکو د ټولنيزو رسنيو له لارې غږ کړی چې د سيندي وګړي د وژنې قضيه دې عدالت ته پرېښودل شي او د تورن قاتل په وجه دې د هغه د قام نور وګړي نه ځورول کېږي. دوی په عين حال کې پر سينديانو او پښتنو د ورورګلوۍ په فضا کې د پرامنه اوسېدو غږ کړی دی.

بلخوا د پښتنو او سينديانو سياسي مشرانو د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره له يو بل سره ليدنې هم پيل کړې دي.

XS
SM
MD
LG