د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر او پخوانی سېنېټر عثمان خان کاکړ ومړ


عثمان خان کاکړ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر وو - د ارشیف انځور.
عثمان خان کاکړ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر وو - د ارشیف انځور.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبې صدر او پخوانی سېنېټر محمد عثمان خان کاکړ چې د جون پر ۱۷مه نېټه په خپل کور کې ژوبل شوی وو، د جون پر ۲۱مه د کراچۍ په اغا خان روغتون کې ومړ.

تر اوسه معلومه نه ده چې کاکړ څنګه ژوبل شوی وو خو د هغه په درملنه کې شامل یوه ډاکتر د جون پر ۱۸مه مشال راډیو ته ویلي ول چې نوموړی په کور کې پرېوتی وو او بې هوښه وو.

د نوموړي ورور سلیمان کاکړ او د هغه ډاکتر صمد پانیزي د جون پر ۲۱مه د اغا خان روغتون مخې ته مشال راډیو ته د هغه مړینه تایید کړه. کاکړ وویل، کورنۍ یې غواړي چې تر مړینې وروسته یې طبي معاینه (پوسټ مارټم) وکړي نو ځکه یې له اغا خان روغتونه د کراچۍ جناح روغتون ته لېږدوي.

په کراچۍ کې د اغا خان روغتون له خوا د عثمان خان کاکړ د مرګ خبر خپروېدو سره یې د ګوند غړي او د ده ګڼ مینه وال د روغتون ودانۍ بهر ورغونډ شوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوه مرکزي غړي یوسف خان کاکړ هم پر فېسبوک په ژوندۍ بڼه د عثمان خان کاکړ د مړینې اعلان وکړ.

عثمان کاکړ له تېرو درو ورځو راهيسې د کراچۍ په يو شخصي روغتون اغا خان هسپتال کې داخل وو.

پاکستان کې جمهوریت، افغانستان کې امنیت او پي ټي اېم ته سیاست غواړو: عثمان کاکړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:13 0:00

نوموړی یې د جون پر ۱۹مه ماښام مهال د ښه علاج لپاره په يوه خصوصي الوتکه (اېیر ایمبولېنس) کې له کوټې څخه کراچۍ ته یووړ. په اغا خان روغتون کې د ډاکترانو یوې لویې ډلې د کاکړ درملنه کوله.

کاکړ د جون پر ۱۷مه تر ژوبلېدو وروسته سمدستي د کوټې لوی سرکاري روغتون ته لېږدول شوی وو، او تر هغې وروسته یې د کوټې ښار یوه شخصي روغتون ته د درملنې لپاره یووړ. هلته د نوموړي د سر اپرېشن وشو خو د جون پر ۱۹مه ورځ د لا نورې درملنې لپاره د سیند حکومت په مرسته د کراچۍ اغا خان روغتون ته ورسول شو.

د عثمان خان کاکړ بل ورور ډاکټر امان الله خان وړاندې ټولنیزو رسنیو ته ویلي ول چې ورور یې د سر کیڼۍ خوا ته ټکان خوړلی وو او ټپ یې هم "ډېر ژور" وو. په کوټه کې ډاکټر نقیب الله اڅکزي د عثمان کاکړ د پرهر څه کم پینځه ساعته جراحي (سرجري) کړې وه.

بلوچستان بار کونسل د عثمان کاکړ پر مړینه خپګان ښودلی او د هغه په غم کې یې د څلورو ورځو لپاره ویر اعلان کړی او ویلي یې دي چې هېڅ یو وکیل به یې عدالتۍ پېشیو ته نه ورځي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر محمد عثمان کاکړ پر ژوبلېدو، د پښتنو ډېری ملتپالو ګوندونو او د پاکستان او افغانستان په ګډون په نوره نړۍ کې ګڼو سیاسي فعالانو او ولسي وګړو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو سخت خپګان وښود. د نوموړي د درملنې لپاره د بلوچستان په پښتني سیمو په ډېری جوماتونو کې، کلیو بانډو کې خصوصي دعاګانې وشوې.

عثمان کاکړ د خپل قام لپاره هرې لویې قربانۍ ته خپلځان تیار کړی وو: میا افتخار
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:35 0:00

عثمان کاکړ په ۱۹۶۱ز کال کې د کلاسیف الله ضلعې په مسلم باغ کې زېږېدلی وو. نوموړي په ۱۹۸۷ز کال د کوټې له لا کالج څخه د لېسانس (اېل اېل بي) بریلیک واخیست.

هغه په کال ۱۹۷۷ز کې د پښتونخوا زده کوونکو سازمان (پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزيشن) لومړی سېکرټري وو او وروسته بیا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی او په بلوچستان کې د ګوند مشرۍ څوکۍ ته ورسېد.

دی د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو کې د یوه "سازمان ساز" په نوم پېژندل کېده.

عثمان کاکړ د ۲۰۱۵ز کال په مارچ کې د پاکستان سېنېټ غړی وټاکل شو او سږ کال یانې ۲۰۲۱ز کال په مارچ کې یې د سېنېټرۍ موده پای ته ورسېده.

عثمان کاکړ د خپلې سېنېټرۍ په شپږ کلنه موده کې د یوه موثر غږ لورونکي سیاستوال په نامه پېژندل کېده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG